افغانستان

خوستي صرافانو د افغانستان بانک د تړلو خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت لسګونو صرافانو خبرداری ورکړی، که حکومت ددوی غوښتنې ونه مني، په خوست کې به د افغانستان بانک نماینده ګي او ټول بازار وتړي.

له تیرو دوه اونیو راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ټولو صرافانو د افغانستان بانک د یوې تازه پرېکړې سره په غبرګون کې د صرافۍ لوی او واړه ټول مارکیټونه او دوکانونه تړلي، چې له امله یې سوداګرو ته ملیونونه ډالره زیان اووښتی دی.

د افغانستان بانک د نوې پرېکړې له مخې ټول صرافان مجبور دي چې د انفرادي جوازونو پرځای شرکتي جوازونه له بانک څخه واخلي، کوم کار چې د ډیری صرافانو له توانه وتلی او په کاربندیز یې لاس پورې کړی دی.

د خوست ولایت لسګونو صرافانو هم نن د شنبې په ورځ یوه اعتراضیه ناسته جوړه کړې وه او له حکومت په ځانګړې ډول د افغانستان بانک له چارواکو یې غوښتنه کوله چې د انفرادي او شرکتي جوازونو اخیستلو مسئله دې ورته اختیاري شي.

دوی شکایت کوي چې ټول صرافان د شرکتي جوازونو د اخیستلو توان نه لري او دا ممکنه هم نه ده چې ټول صرافان دې په یوه تله وتلل شي.

د خوست د صرافانو د اتحادیې مسئول نظیف الله ورین داسې وايي: « موږ انفرادي جوازونه هم غواړو، شرکتي هم او خدمات پولي هم، خو اختیار به موږ ته راکول کیږي، ځکه ځينې صرافان سرمایه ډيره لري، خو ځينې یوازې دومره سرمایه لري چې د بیګاه ډوډۍ پرې پيدا کوي.»

له بانکي سیستمونو سره د نه بلدیت او د حوالې کار د چټکۍ او آسانې«پوهې» له کبله افغانستان کې زیاتره خلک د بانکونو پرځای د حوالو او ونډۍ له لارې د پیسو راکړه ورکړه ترسره کوي، چې له تیرو دوه اونیو راهیسې د صرافانو د کاربندیز له امله خلک له ګڼو ستونزو او سوداګر له زیانونو سره مخ شوي دي.

د خوست ولایت د صرافانو د اتحادیې مرستیال شهزادخان په دغه مهال څرګنده کړې، چې ددوی کاربندیز به تر هغو پورې روان وي، ترڅو یې غوښتنې منل شوې نه وي، نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ، که غږ یې وانه ورېدل شي په خوست ښار کې به د افغانستان بانک ترڅنګ د خوست ښار هم وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو دوه اونیو راهیسې د افغانستان د صرافانو سراسري اتحادیې د کاربندیز له کبله په ټول هېواد کې د صرافانو مارکیټونه او دفترونه تړل شوي، چې له امله یې سوداګر او عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx