افغانستان

د ښار جوړونې وزارت ۲ لوړ رتبه مامورین د اداري فساد په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): کورنیو چارو وزارت د ښار جوړونې وزارت د دوو لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۱۲ تنه د اداري فساد او اختلاس په جرم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یو ټویټ کې ویلي، چې نن له غرمې مخکې د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري لوی رئیس او د تدارکاتو لوی رئیس په ګډون ۱۲ تنه د اختلاس په تور نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه کسان نن له غرمې مخکې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اختلاس او له  دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په جرم نیول شوي دي.

د آرین په خبره له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو د کشفي او اپراتیفي موندنو له مخې نیول شوو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې ملیونونه افغانۍ خورد او بورد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx