روغتیا

د نړۍ په سلو هېوادونو کې تر دې دمه د کرونا واکسین ۲۰۰ ملیونه خوراکه تطبیق شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د فرانس خبري اژانس د رسمي سرچینو له مخې ویلي چې د نړۍ د ۱۰۷ هېوادونو او سیمو اوسېدونکو تر دې دمه لږ تر لږه د کرونا واکسینو ۲۰۰ ملیونه خوراکه ترلاسه کړي دي.

د یادو واکسینو له مخې یې ۴۵ سلنه واکسین یوازې په ۷ بډایه هېوادونو (G7) کې ترسره شوي، دوی د تېرې جمعې په ورځ ژمنه کړې چې د بېوزله هېوادونو سره به د کرونا ضد واکسینو مرسته کوي.

د اووه صنعتي او بډایه هېوادونو نفوس یوازې د نړۍ د ۱۰ سلنه نفوسو استازیتوب کوي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د واکسینو په ویش او تطبیق کې پر نابرابریو نیوکه کړې ده، دوی ویلي چې په ټولیز ډول ۷۵ سلنه واکسین د نړۍ یوازې لسو شتمنو هېوادونو کې تطبیق شوي دي، خو بالعکس ۱۳۰ هېوادونو تر دې مهاله حتی یو ډوز واکسین هم نه دي ترلاسه کړي.

د رويټرز خبري اژانس تازه شمیرې ښيي چې د نړۍ په ۲۱۰ هېوادونو او سیمو کې تر دې مهاله ۱۱۰ نیم ملیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له جملې یې له ۲ نیم ملیونو زیاتو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x