ورزش

پي ایس ایل: په لومړۍ لوبه کې محمد نبي وځلېد او لوبډلې ته یې بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو لومړۍ سیالۍ کې د محمد نبي لوبډلې (کراچي کینګز) کوټې ګلډیټرز لوبډلې ته د ۳۷ توپونو او ۷ ویکټو په توپیر ستره او تاریخي ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې چې لومړی کوټې لوبډلې توپ وهنه وکړه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۲۰ منډې وکړې، ددوی له لوري له کریس ګېل پرته هیڅ لوبغاړی ونه ځلېده، کریس ګېل ۳۹ چټکې منډې وکړې.

په ځواب کې کراچي لوبډلې غوره توپ وهنه وکړه او ټاکلی هدف یې په ۱۴م اور کې د محمد نبي په شپږیزې بشپړ کړ، ددوی له لوري جوی کلارک په ۲۳ توپونو چټکې ۴۶ منډې وکړې.

محمد نبي ته چې په توپ اچونه کې فرصت ورنغی په توپ وهنه کې د ۳ سترو شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په ۱۴ توپونو ۳۰ برق رفتار منډې وکړې او لوبډلې ته یې تاریخي بریا ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د کراچي کینګز لوبډلې ایمرجینګ ځوان پښتون لوبغاړی ارشد ونومول شو، چې په خپلو ۴ اورونو کې يې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

دا د کراچي لوبډلې لپاره په پاکستان سوپر لیګ کې تر ټولو ستره بریا وه چې د زیاتو توپونو په توپیر یې خپله کړه.

په یاده لوبه کې د افغان لوبغاړو له لوري قیس احمد هم د کوټې په ګټه ولوبېد، چې په توپ وهنه کې یې ۱۶ منډې وکړې، خو په توپ اچونه کې یې په ۳ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

باید وویل شي چې د یکشنبې په ورځ د ماسپښین پر .. بجې به د راشد خان لوبډله (لاهور قلندرز) د مجیب الرحمن لوبډلې (پېښور زلمي) پر وړاندې لوبیږي، دغه راز دوهمه لوبه به د ملتان سلطان او اسلام اباد یونیټډ ترمنځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x