نظــر

د ارګ پبلشران!!!

شهرت ننګيال

بچیان به دې د خپل ژوند د نویو لارو او کاروبار په سلسله کې یوازې پرېږدي، ملګري به درڅخه جلا شي، د ښو ورځو یارانو به درنه مخ اړولی وي، ډېرو به خپلې سترګې هم بدلې کړې وي.
په دغسې وضعیت کې به ته څه کوې، څه کولی شې؟

وار مه خطا کوه، کتاب ستا له ملګرتیا او دوستۍ لاس نه اخلي، د کتاب ملګرتیا د ریا، یا یوازې د ښو ورځو هغه نه ده.

د کتاب کیسه چې څومره پخوانۍ ده بیا هم کلیشه یي او تکراري نه درلګي.

کتاب بې پولو، بې بریده، بې پاسپورته، بې ویزې درسره ملګرتیا پالي، د کتاب نړی ډېره پراخه ده، چا یې جغرافیه نه ده محدوده کړې، نه یې شي محدودولی.

ځینې غواړي یا یې غوښتي چې دغه نړۍ لکه د دوی ذهنونه او ظرفیتونه تنګه او تیاره وساتي خو نه دي توانېدلي.

د کتاب ملګرتیا چا ته په میراث پاتې وي، د چا له مشرانو سره په ناسته ولاړه اعتیاد ګرځېدلی وي.

هره نشه اعتیاد دی، قدرت، چوکۍ او مقام هم یوه نشه ده او دومره خطرناکه چې د ځینو خو سړیتوب ته هم د پای ټکی ایښودلی شي.

کتاب پر شوق سربېره، شراباً طهورا نشه ده.

د درانه لیکوال حاجي ولي محمد خبره د کتاب وږم او بوی له فرانسوي عطرو هم دماغ تازه او تاند ساتي.

دوه لسېزې وړاندې له موږ د خپلې خوښې د وږم او بوی پوښتنه کړې وه، چا د ګلاب وږم یاد کړ، چا د سنځل ګل، چا نور… خو ولې موږ ټول مات کړو.

دۀ ویل چې له هرڅه د کتاب وږم یا بوی ښه پرې لګي.
تاسې کتاب پرانیزئ لږ پرې ورټیټ شي د کتاب وږم به مو سملاسي دماغ ته در رسېدلی وي.

زه چې کله هم کتاب پرانیزم، ولې او خبره یې پر زړه را ورېدلي وي.

د میراث خبره مې تر دې پورې وکړه چې کتاب زما د پلار شوق و، داسې چې که به یې د
مطالعې فرصت نشوای موندلی.

د کتاب له ترلاسه کولو یې زړه نشوای صبرولی.
د کتابو لټون یې بوختیا او که ووایم مرض ګرځېدلی و.

د ژوند په ورستیو کې د مجدد الف ثاني په مکتوبات پسې لالهانده و، ما ورته د یاد کتاب بیلابیل اېډیشنونه رانیول خو ددۀ زړۀ په هغه نسخه پسې ختلی و، چې مولوي نصرالله[ د کلای جواد خطیب مولوي سلطان جان ورور، د وردګو د میدان اوسېدونکي] پرې شرحه او تعلیقات لیکلي وو او ما له خپل غفلت ونشوای موندلی.

استاد رفیع دغه شوق زموږ نشه وګرځوله، زما او هاشمي صاحب ترمنځ یې سخته سیالي او مسابقه رامنځ ته کړې وه.

لاهور کې د یکشنبې پر سهار چې د نوې انارکلۍ بازار له یوه سره تربل د زړو کتابو بازار لګېده، هر یو په دې لټه او هڅه کې وو چې له بل د مخه ځان ویستلی شي.

سیالي پخپل ځای خو لورینه دومره که به مو له نایابو کتابو دوې نسخې موندل نو د بل لپاره به مو د واړه رانیولي وو.

ځوانی ښه وه په کتاب پسې به مو له منډو خوند اخیست خو په زړبودۍ کې چې نشه دې هم سر ته ختلې او د کتاب حرص لا پسې اخیستی وې، بیا نو خوره ډغرې.

داسې وختونه ډېر راغلي چې جېب به یا د ګېډې غم را خوړلی شوای یا د روح او مغزو.

په خدای چې ګېډې ته مې په شاکولو د روح او مغزو تنده ماته کړې.

له تاسې څه پرده چې اوس د کتاب غلا ته هم نشم ټینګېدلی. یوه ملا یو څه په څنګ تر غوږ راتېره کړې چې د کتاب په غلا کې حد ساقط دی.

راغله د کتاب د سوال خبره نو د شرم احساس مې په دغسې سوال زیندۍ کړې دي.

کله چې د علومو اکاډمۍ مشر درانه شکېب صاحب د اکاډمۍ په چاپ شویو کتابو ونارولم، ګورم په یو دوو کارتنو کې د مرحوم شپون نثري کلیات او د خټک بابا کتاب ښکاري، په پوښتنه رامالومه شوه چې د ورکرې حق یې د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون له ځان سره خوندي ساتلی.

د تلیفون په شمېره مو ونشوای موندلی، خو فیسبوک کې مو سره وموندل.

په نن سبا کې خبره میاشتې ته ورسېده.

اسد دانش ته مې یاده کړه، ویل بېغمه شه نه یې درکوي.

له علت یا له خپلې ګنا خطا مې چې وپوښت پخپل مخصوص انداز یې وروځې پورته واچولې، ویل بس نه یې درکوي…

ما ویل کتاب دی څه شبنامه خو نه ده، ولې به یې نه راکوي؟
ویل تاته یې نه درکوي یکې و خلص.

یو ملګري وویل: ددې لپاره یې نه درکوي چې ته پیسه دار یې له لندنه راغلی یې باید راويې نیسې.

ماویل سمه ده، د اطلاعاتو کلتور وزارت خوا کې بیهقي کتابپلورځي ته ورغلم، ویل نشته، څو نورو کتابپلورځیو کې مې وکتل درک یې نه و.

ازمون پاچا ته مې ولیکل چې که له کوم کتابپلورځي سره مو ایښي وي نو ترې را به یې نیسم.

ځواب یې رانکړ.
اوس نو زما او ددۀ په لیک رالیک دوې میاشتې اوښتې وي، چې یو ملګري له یوه بوین راز څخه خبر کړم.
د راز خبره دا چې د دغو کتابو بل دزر او پینځه زره ټوکه ترمنځ تېرېږي خو چاپ شوی وي سل ټوکه، نو چې د مات لاس په څېر یې ونه ساتي څه به کوي؟

په معارف، روغتیایي سکتور او کتاب کې غبن او درغلي د ایمان او ضمیر د مسخه کېدو او بایلات نښه ده. په حقیقت کې د درغلۍ او فساد زمینه خپله سرکار برابره کړې، که نه د کتاب د چاپ یې له ارګ او سلاکارانو سره څه؟

اطلاعات او کلتور وزارت او بیهقي د څه لپاره؟
کتاب چې مارکېټ ته ونه وځي داسې دی لکه له سره چاپ شوی نه دی.

د وخت وخت خبره ده، له مرحوم استاد شپون سره چې موږ د سمڅې یاري ساتله ددې ماشومانو د پیو غاښونه نه وو لوېدلي.

شهرت ننګيال

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x