شعـــــرونه

شاعر سړی یم د قلم په قدر ښه پوهېږم/ شکين

شکين خروټی

شاعر سړی یم د قلم په قدر ښه پوهېږم
خو بې ټوپکه په دې کلي کې ګذران نه کېږي

پردي زامن یې قرباني کړل دپردو جګړې ته
د نړیوالو خو پرې هیڅ ډول تاوان نه کېږي

ډېرې مودې وشوې ملا او محراب غبرګ شهیدان
ډېرې مودې وشوې دې کلي کې اذان نه کېږي

کاڼې را اوري له اسمانه د اوبو په شکل
خلګ لا هم کوي غوښتنه چې باران نه کېږي

«شېکنه» تا خو د خپل تن وینه اوبه ورکړې
«شېکنه» بیا ولې په دې خاوره ګلان نه کېږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x