ټولنیزه برخه

مونږ مسلمانان ولې داسې یو؟

محمد تمیم تکل

زه تعجب کوم! موږ ولې «تجاهل» کوو؟! د ژوند په هره برخه کې مو رسول الله ﷺ اسوه او رهنما ټاکلی وي. تر دې پورې چې:
– تشناب ته ننوځو؛ باید په چپه پښه ور داخل شو او په ښي پښه بېرته راووځو او دغه دعاوې ووایو.
– چې وپرنجېږو باید داسې ووایو او نور خلک دې داسې ځواب راکړي.

چې مسجد ته ځو داسې ور داخل شو او داسې ترې راووځو.

خو چې خبره سیاست ته لاړه؛ بیا شرقي او غربي کرکټرونه زموږ اسوه گرځي او بشري ماډلونه د خپلو نظامونو له پاره یوه الگو گڼو.

له بده مرغه موږ د رسول الله ﷺ له سیرت نه نظامي او سیاسي برخه بیخي لرې کړې او ډ‌یلېټ کړې ده.

د بدر په غزوه کې د چا پزه نه ده وینې شوې او د احزابو په وخت کې له مدینې منورې نه خندق نه دی راتاو شوی، په تبوک کې ستړیا نه ده گالل شوې او په احد کې په خپل رسول الله ﷺ ته دومره زیان هم نه دی رسېدلی؟

مسجد نبوي د رسول الله ﷺ د سوق او ادارې مرکز نه و او په نامه نظامي کدرونه د رسول الله ﷺ په صف کې نه وو؟

رسول الله ﷺ له هجرت نه مخکې په مکه مکرمه کې هېڅ ډول سیاسي تیوریکي برنامه نه درلوده؟
هغه عتبه، شیبه، ابوجهل، امیه، ابوسفیان او… ۲۵ تنه د رسول الله ﷺ کاکا ته نه دي راغلي او له رسول الله ﷺ نه یې د تسلیمۍ غوښتنه هم نه ده کړې؛ دغسې ده؟

په عقبه کې تړونونه نه دي شوي او مسلمانانو د رسول الله ﷺ په امر حبشې ته هجرت نه دی کړی؟

د نشنلیزم په بحث کې رسول الله ﷺ له هجرت مخکې د ټولو مسلمانانو او له هجرت وروسته د انصارو او مهاجرو ترمنځ د یووالي تړون نه دی رامنځ ته کړی؟

رسول الله ﷺ د لومړني اساسي قانون په گډون سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او فردي قوانین نه دي تطبیق او تصویب کړي؟

رسول الله ﷺ نظامي بولندوی نه و او له جبرئیل علیه السلام نه یې درس نه زده کاوه او خپله یې هم نظامي کدرونه نه دي روزلي؟

خپله رسول ﷺ هېڅ ډول سیاسي او نظامي تړون نه دی لاسلیک کړی، دغسې ده؟

مکه مکرمه چې فتحه شوه ټول قریش یې په عمومي ډول نه دي عفوه کړي؟

رسول الله ﷺ خپل صحابه د خلکو له مثلې، د کمزورو له قتل، او د غیر محاربینو له وژلو نه دي منعه کړي؟

رسول الله ﷺ خپلو صحابه وو ته ایثار او سرښندنه نه وه ښودلې؟

نو که د ټولو ځواب «هو» وي؛ بیا ولې دا ځينې خواص! سترگې پرې پټوي او تجاهل کوي؟
او که ځواب «نه» وي؛ بیا سمه ده؛ موږ «عوام» باید وپوهول شو او ښه تربیه شو.

زه یې نومونه هم اخیستلی شم، دومره لویه ضربه او زیان چې د ځینو! عالمانو! له لورې زموږ اسلامي، تاریخي او ثقافتي ادبیاتو ته ور اوښتې موږ یې ساری نه لرو.

تعجب کوم چې لسگونه کاله یې تدریس کړی، تکړه عالم دی، کتابونه یې لیکلي او شاگردان یې روزلي، خلک یې احترام کوي، پر وړاندې یې ما غوندې یو کس خبره لا نه شي کولای کنه خوله به یې ورماته کړي؛ خو دی سره له دومره پوهې؛ د رسول الله ﷺ په نظامي، سیاسي او عسکري شخصیت او سیرت باندې لویه تېږه او ارته پرده اچوي او څه نه وایي؟

یو ځل وايي چې رسول الله موږ ټولو ته یوه ښه «اسوه» ده؛ خو چې گورو عملاً بیا بل څه روان دي؛ دغه خپله داعي صاحب او عالم صاحب په خپلې خبرې باندې لویه چلیپا راکش کوي.

یا الله! موږ «عوامو» ته هدایت وکړې. موږ رټل کېږو، رحم راباندې نه کېږي. بشارتونه او فضیلتونه نه شته؛ ټول د دوزخ مستحقین بلل کېږو. هم راته ویل کېږي چې په څاه کې غورځئ او هم مو بیا لاسنیوی څوک نه کوی.

ربه! تا چې د یونس علیه السلام له قوم سره څه معامله کړې؛ موږ امید لرو چې له موږ سره خو بیخي نېکه معامله او تجارت کوې. زموږ نفسونه در قبول کړه. د رسول الله ﷺ په لاره مو روان کړه.

یا الله! موږ ته «واقعي» علماء کرام نور هم راکړې چې اوس یې تعداد بیخي کم دی.

او دا کوم کسان چې د عالم په نامه زموږ د جامعې معنوي اساسات تخریبوي ته ورسره حساب وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ښکلی او امزونده لیکنه وه الله ج دی اجرونه درکړی دا به زما د پاره ریفرنس هم وی یعنی ځینی ټکی به تری وخت ناوخت رااخلم مننه

دوکتور غروال

زه تعجب کوم چی ولی داسی فریبکاره انسانان د رسول الله مبارک رفتار اوکردار په غلطو او جعلی الفاظو تخریبوی ایا غوښتل کیږی چی پداسی ناقصو او فریبیو الفاظو اسلام مبارک دین ته د عبثیاتو شکل ورکړی ؟؟؟ اسلام یو تکمیل دین د بشریت لپاره دی اوددی څخه د غلطو او ناروا لارو لپاره سوء استفاده کول داددین دوښمنی ده او دافغانستان صادق مسلمان ملت ته ستر اهانت دی !!!!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x