ټولنیزه برخه

د نظام، حکومت او دولت پېژندنه

ذاکر کبیر ابراهيمي

۱ نظام:
سیستم+قانون: یعنې چې نظام د یو هېواد په داخل کې د سیستم او قانون څخه عبارت دی.

۲ دولت:
دولت هغه ارګان دی چې د ټولنیز نظم د تنظیم او د خلکو د هوسا ژوند جوړلو په موخه رامنځ ته شوی وي او د څلورو ځانګړو فکتورونو درلودونکی وي.

۱:نفوس
۲: عالي حاکمیت
۳: قلمرو
۴:حکومت

۳حکومت:
حکومت په لغت کې حکم کولو او واک چلولو ته وایي خو په اصطلاح کې په درېیو بېلا بېلو معناوو کاریږي.

واکمنان یا واک چلوونکي: په دي معنا کې حکومت هغه شخص یا اشخاصو ته اشاره کوي چې د واک چلونې عمل تر سره کوي.

اجرایوي ځواک: په دې معنا کې حکومت د نورو ځواکونو په مقابل کې یوازې پر اجرایوي ځواک اطلاق کیږې.

دري ګونې ځواکونه: په دې معنا کې حکومت د دولت درېګونو ځواکونو ته ویل کیږې لکه قضایه ځواک، اجرائیه ځواک او مقننه ځواک.

حکومت د دولت یو له تشکیلوونکو عناصرو دی، چې بې له حکومت څخه دولت نشي جوړیدای او هر دولت د ځانګړي حکومت درلودونکی دی.

یا هم حکومت د دولت اجرائیوي ارګان دی چې د دولت داخلي او بهرنۍ پالیسۍ پلي کوي.

همدارنګه په ټولنه کې د ټولو قوانینو پلي کول هم د حکومت دنده ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x