افغانستان

«تېره میاشت کې نږدې دیارلس سوه دولتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، ددوی اړوند «دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون» په هڅو په تېره میلادي میاشت کې نږدې دیارلس دولتي منسوبینو دولتي دندې پرېښي او له دوی سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲۹۳ دولتي منسوبین د «حقایقو تر درک» وروسته له طالبانو سره یو ځای شوي او هغوی ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي، چې له طالبانو سره تازه یو ځای شویو کسانو مختلف ډوله سپکې او درنې وسلې راوړې دي او ژمنه یې کړې چې نور له حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه ساتي.

د خبرپاڼې په بنسټ «داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .»

حکومت که څه هم د دولتي منسوبینو د تېښتو ارقامو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له دوام سره هم مهاله د دولت له لیکو څخه د حکومتي منسوبینو د تېښتې لړۍ چټکه شوې.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېر میلادي کال کې دیارلس زره شاوخوا دولتي منسوبین له دوی سره یو ځای شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x