نړۍ

په ږوب کي په ترافيکي پېښه کي ۳ تنه مړه،۱۰ زخميان

دږوب په مسلم باغ سيمه کي ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي په پايله کي ئې درو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. اوترلس زيات زخميان سوي دي .

دږوب اوکوټې پر غزېدلې لار ترافيکي پېښه هغه مهال رامينځته سوه، چي کله له کوټې ږوب ته روان کوچ دچلوونکي له بې احتياطۍ اوتېزرفتارله کبله چپه سو .

دپېښي مړي اوزخميان سيمه يزروغتون ته لېږول سوي دي . چي دزخميانوحالت دډاډوړنه دی .

پوليس وايي، چي مړه درې تنه دخيبرپښتونخوااوسېدونکي وو، اوله کوټې خپل کلي ته روان وو .  

تردې وړاندي هم پرياده سوې غځېدلې لاره وخت ناوخته ترافيکي پېښي رامنځ ته سوي، چي ډېرخلګ په کي وژل سوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x