نظــر

آه د غزې رمضانه!

ليكوال: قاري سعيدخوستی
دشيخ شهيد اسامة بن لادن هغه جلالي وينا مې اوس هم په غوږونو كې انعکاس كوي چي ويلي يې وو:
اقسم بالله العظيم الذي رفع السماء بلا عمد، لن تحلم امريكا ولا من يعيش في امريكابالأمن قبل ان نعيشه واقعا في فلسطين وقبل ان تخرج جميع الجيوش الكافرة من أرض محمد صلى الله عليه وسلم.

ژباړه : په هغه لوئ الله مې دې قسم وي چي اسمان يې بې ستنو درولئ دی، هيچ كله به امريكا او دامريكا اوسيدونكي دآرام خوب رانه ونكړي تر څو چي موږ په فلسطين كې  آرام ژوند، نه وي كړی او ترڅو چي ټولې كافرې قواوې دمحمدصلى الله عليه وسلم دځمكې څخه وتلي نه وي.

رمضان دبركتونو مياشت، رمضان دمواساة او همدردۍ مياشت، رمضان دصبر مياشت او رمضان دمسلمانانو ترټولو مقدسه مياشت.

دامياشت مسلمه امت په عبادتونو لمانځي،  دامياشت دمسلمانانو لپاره يو خاص روحي تقدس لري.

خو دانبياؤ خاورې فلسطين په يوه ټوټه ځمکه غزه كې بيا دامياشت په وينو، غوښو،  هډوكو، چيغو او فريادونو لمانځل كيږي.

غزه دجهاد ځمكه!

غزه دميړنيو منبت !

غزه داتلانو غيږ!

غزه دشهيدانو كور!

غزه دصهيونيستانو لپاره سپرشوی ټټر!

آه غزې! تادصليب پليت قدمونه پخپل ټټر ونه منل.

آه غزې! تا دوينو ويالې وبهولې؛ خو ذلت او سرټيټی دې قبول نه کړ.

آه غزې! تاپه تش لاس خو قوي ايمان، دكعب بن الاشرف زامنو ته د حال په ژبه وويل چي لا  لا  لا  ركوع نه كوم درته.

غزې! ستا دتنكيو ګلاليو ماشومانو معصومو اوښكو په مسلمانانو دغم طوفان را الوزولی دی.

غزې! ستا د ببرو ماشومانوسوو کړيکو زموږ په زړونو ناسور ټپونه جوړ کړي دي.

غزې! ستا په وينو لړلي ديوالونه به دكوم مسلمان په زړه تيرشي ؟

غزې! ستا په مقدسه فضا كې دصهيوني الوتكو غرهاری دامت د ډيرو ويښو ځوانانو خوبونه تښتولي دي.

غزې! ستا دمظلومانو سوې کړيكې،  ستا دماشومانو شور ژړا، ستا دپتمنو د (وامعتصماه) چيغې دومره بوږنونكې دي چي صلاح الدين آيوبي او محمدبن قاسم به راويښ کړي.

غزې! په خدای قسم ستا ټوك ټوك ماشومان داسلامي امت دخورو ورو مبارزينو سينې خوټکوي.

غزې! ستا رمضان دنور امت درمضان سره ډير توپير لري.

غزې! ستا ګيرچاپير مسلمانان رمضان په عبادت تيروي؛ خو ته دخپل اهل دوينو له پاكولو تروايح او نوافل نه شې كولی.

هوكې غزې!  ستا داعبادت د رب الشهداء په دربار كې ترټولو غوره عبادت دی.

غزې!  ستا وينه ژوندي ده، ستا دوينې هر څاڅكی يو اتل زيږوي.

غزې! ته خپل تاريخ دخپلو تنكيو ماشومانو په وينو ليكې هغوی چي له خولو يې شيدې بهيژي، هغوی چي صهيوني درندګان يې په دې جرم شهيدانوي چي دحريت او استقلال په زانګو كې زنګول كيږي.

غزې!  ته دځمكې په مخ يوه باتوره ټوټه يې، ستا هر كاڼی  او هر ديوال په وينو وينځل شوی دی.

غزې! آه ستا روژه ماتی به څومره له درده ډك وي؟

غزې!  ستا چاپير عرب خاينان  روژه په اعلى خوراكونو ماتوي؛ خو ته يې په باروتو ماتوې.

غزې! هغوی زموږ داحساساتو نمايندګي نه كوي.

غزې! ستا وينه زموږ وينه ده، ستا دماشومانو وينه زموږ  دماشومانو وينه ده.

(الدم الدم والهدم الهدم) په هغه ذات مې دې قسم وي چي ستاسې په انتقام اخيستو تر موږ ښه قادر دی، كه مو تاسې ته د درسيدوپړاوونو په طی كولو كې د حمزة ابن عبدالمطلب مقام لاس ته نه کړ، نو خامخا به دهغه خامار سر په تورو غوڅوو دچاچي دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه او حضرت

صلاح الدين آيوبي رحمه الله درسونه له ياده وتلي دي.

غزې!   لږ صبر وکړه،  ستا مرستې  ته درغزيدونكي لاسونه تر تا په رسيدو دي.

غزې!  ستا له هغو نامردانو ګيله حق ده،  چي ستا په حق كې ديوې غندني جواز هم ځان ته نه وركوي.

هغوی چي  دنړيوال كفر امامانو،  د دوی له عقلونو او ضميرونو سره زنا کړی ده،  سرټيټي کړي  يې دي.
هغوی چي ستا پر وړاندې، په دې بې شرمانه سكوت كې خپله له ذلت ډكه بقاء ويني،

خو فكر دې نه كوي چي هلته دحرية راوتلي څپي به ددوی دعياشۍ، فحاشۍ او ذلت تختونه لاهو نه کړي.

ای اسلامي امته! دغزې دمظلومانو آهونه به كله ستاسې ويده ضميرونه راويښ کړي؟

اسلامي امته! كله مو فرض  کړې چي په داسې حال كې  روژه ماتي كوئ چي خپل تنكي ماشومان دې په مرميو سوري سوري درته پراته وي ؟

اسلامي امته! كه دې په سر ټاكل شوي خاينان، فحاشان او  غلامان راونه پرزول، تل به همداسې له ذلت سره مخ وې.

اسلامي امته! دخپل برم او عزت داعادې لپاره قدم واخله؛ خو ترهغه به يې لاس ته نه  کړې چي تر څو دې  خاينان او  فحاشان محاكمه  کړي  نه وي،  هغوی چې  دسامري دخوسي دبندګانو بندګان دي.

داسلامي امت دبرم او سرلوړۍ  داعادې په هيله

ماشومان داسلامي امت دخورو ورو مبارزينو سينې خوټکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x