افغانستان

جرمني: د اړتیا په صورت کې آماده یو چې د ډیر وخت لپاره افغانستان کې پاتې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ویلي، که اړتیا پېښه شي ځواکونه یې چمتو دي چې د ډیر وخت لپاره افغانستان کې پاتې شي.

انګیلا مرکل دا څرګندونې پرون د شنبې په ورځ د میونخ نړیوال امنیتي کانفرانس ته د وینا پرمهال کړي دي.

نوموړې د امریکا لخوا د دوحې سولې تړون بیا ارزول ستایلي او په افغانستان کې د «دیموکراتیکو» ځواکونو د همکارۍ لپاره یې چمتووالی ښودلی ترڅو له مئ میاشتې وروسته هم خپل عسکر په افغانستان کې وساتي.

مرکل داسې ویلي: «د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه مننه کوم چې د افغانستان د سولې بهیر بیا ارزوي، که د جرمني‌ موجودیت د دغه ماموریت په بري کې مرسته کوي او دا کار مونږ داسې یو دریځ ته رسوي چې په افغانستان کې دموکراتیکو او سوله خوښو ځواکونو ته یو رېښتینی فرصت برابر کړي، جرمني چمتو دی چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.»

د جرمني لومړۍ وزیره په داسې مهال افغانستان کې د اوږده وخت لپاره د پاتې کېدو ټټر ډبوي، چې تردې وړاندې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي ؤ، که تر راتلونکې مئ میاشتې پورې د طالبانو او کابل حکومت مذاکرات یوې پایلې ته ونه رسیږي، دوی باید د نوي «ماموریت» په ګډون مختلفو شرایطو ته چمتووالی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د میونخ امنیتي کنفرانس ته د وینا پرمهال له دیپلوماتیکو لارو د افغان لانجې پر هواري ټینګار وکړ او په څرګنده یې وویل چې دده په مشرۍ امریکايي اداره له هغه بهیر څخه په ټینګه ملاتړ کوي چې له دیپلوماتیکې لارې د روانې شخړې پایته رسول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

یره نو میرکلې زه دې په ځواب کې ورک یم

زمونږ په کلي کې د حاجی حامد یو خر وو ډېر قوي او مست وو، د کلیوالو منځ کې په لس-بولټه مشهور وو،،،

شمس الاسلام خواجه

جرمني اوسنی حکمرانانو ته د تير تاريخ د مطالعي سپارښتنه کوم
که چيرې دوي دا تيروتنه وکړي د تير شوي مظالمو غچ به هرو مرو ور څخه آخلو إن شاءالله

Adam Khan

DA GAZ AW DA MAIDAN

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x