نظــر

(شهید چا مړ کړی!)

عبدالباسط عبدالصمد

څو شپې وړاندې مې په همدغه لباس چې انځور کې یې پر تن دی په خوب ولېد، ښې خوا یې زه او چپ خوا په دایروي شکل نور زما نا پیژانده کسان ناست وي.

ذهني کشمکش کې وم، چې مولانا خو وفات شوی، جنازه مو هم وکړه، تر قبره مو د ده جسد هم بدرګه کړ، هغه وفات، سلګونو خلکو په جنازه کې ګډون، د مولانا جسد په قبر کې ایښوډل، تر دې یوه غږ وکړ چې مخ یې سم کړئ، د قبر تختې پرې کیښودل شوې، خټه ور وتپل شوه، خاورې پرې انبار شوې، خو اوس بیا هم زموږ تر مینځ ناست دی، ډېره عجیبه ده!

په خوب کې فکر کوم چې کیدای شي هغه خوب و، ځکه مولانا مې اوس ژوندې تر څنګ ناست دی، مولانا د هغو نورو کسانو سره مجلس کوي او زه ورته په ځیر ځیر ګورم.

ناڅاپه مولانا زما خواته را مخ کوي، پوښتي چې: (ډ. ص) څه سوچونو کې ډوب یې، په څه فکر کوې؟
ما ورته وويل: مولانا ته خو مړ شوی وې، خو اوس ژوندی یې، دا څنګه؟
مولانا راته وویل چې: (ډ. ص) شهید چا مړ کړی.

په دې سره مې سخت د خوښۍ احساس وکړ چې له ډیرې خوښۍ په ورستي خوب هم پوه نه شوم.

آی لایزال ربه! ته په هر څه قادر یې، ستا پر وړاندې هر څوک مغلوب دی خو ته غالب یې، ته رحیم یې، ته غیرتي یې او غیرتیان دې خوښیږي، ته په مولانا رحم وکړې، ستا پر دین یې غیرت کړی، ستا د دين له پاره بې کوره او بې وطنه و، ته یې حشر د انبیاؤ، شهداو او صالحینو سره وکړې.

د قدرت څښتنه ته مو په جنت الفردوس کې سره یو ځای کړه.

مصرۍ دې ګونګې غږ دې ورک دی مطمينه اشنا
ښکـــاري چې ته هم د حالاتو اضطراب وخـوړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x