افغانستان

جوبایډن له اشرف غني سره له تیلیفوني خبرو انکار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ کب، ۱۳۹۹ل): له ارګ څخه باخبره سرچینې وايي، چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د اشرف غني لخوا د تیلیفوني خبرو غوښتنه منلې نه ده.

ویسا ورځپاڼې د یو مطلب په خپرولو سره ویلي، چې امریکايي چارواکو دا کار ددې لپاره کړی، چې اشرف غني په کور دننه منزوي شوی دی.

په مطلب کې ارغلي چې د تیلیفوني خبرو لپاره جوبایډن په اشرف غني دا شرط ایښی، ترڅو په کور دننه سیاسي اجماع جوړه او د سیاسي مشرانو په حضور کې له هغه سره تیلیفوني خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې مهال له اشرف غني سره له تیلیفوني خبرو انکار کوي، چې نوموړي په تیرو څو ورځو کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په ګډون ګڼو لویدیځو چارواکو سره د تیلیفوني خبرو پرمهال هغوی هڅولي، ترڅو له مئ میاشتې وروسته هم په افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړي؛ خو داسې ښکاري چې غني تراوسه په خپلو دغو هڅو کې بریالی شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx