افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا ملي امنیت شورا: بایډن راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې د افغانستان په اړه پرېکړه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «جیک سالیوان» وايي، د امریکا ولسمشر «جوبایډن» له خپلو قومندانانو او متحدینو سره په افغانستان کې د امریکایانو د پوځي حضور د دوام او یا هم پای ته رسېدلو په اړه سلا مشورې روانې کړي او په راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې به په همدې تړاو خپله پرېکړه واوروي.

جیک سالیوان د امریکا له تلویزوني شبکي «سي این این» سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې بایډن په صحنه کې له موجودو قومندانانو، ډيپلوماټانو او خپلو متحدینو سره سلا مشورې روانې کړې دي او په راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې به د افغانستان په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکا افغانستان ته ددې لپاره خپل پوځونه لېږلي و، چې یاد هیواد بیا ځلې د «ترهګرو» پر ځاله بدل نشي او اوس هم چې پرېکړه کېږي، تر هر څه وړاندې به د امریکا امنیت او د امریکایانو ګټې په پام کې نیول کېږي.

د سالیوان په خبره، بایډن به د افغانستان په اړه د پالیسي جوړولو په برخه کې د متحدینو اړتیاوې او د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق غوښتنې هم په نظر کې نیسي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس باید ټول بهرني ځواکونه د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي؛ خو د امریکا حکومت وایي، یاد توافق بیا ځلې ارزوي.

د امریکا ولسمشر «جوبایډن» وایي، د افغانستان د کړکېچ سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي او تر خپله وسه به هڅه وکړي، هلته یې پر متحدینو بریدونه ونشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx