افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د سولې درېدلې  خبرې دې ژر تر  ژره پيل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي  شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په قطر کې د افغان سولې په ټپه ولاړې خبرې دې ژر تر ژره بیا ځلې پیل شي او هڅه دې وشي، دواړه لوري اوربند ته ورسېږي.

عبدالله چې نن یې  د پخلاینې عالي شورا د « پراختیایي پروګرامونو او د مرستو د جذب کمېسیون» په پرانستونکې غونډه کې خبرې کولې وویل، چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر  ژره بیا ځلې پيل او اوربند چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، په اړه یې دې توافق وشي.

نوموړې وړاندې زیاته کړه، چې افغانان له سولې لوړ لومړیتوب نه لري او دا چې هره ورځ جګړه له افغانانو قرباني اخلي؛ نو ځکه باید ودرول شي.

د عبدالله پورتنۍ څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» له عبدالله سره په تلیفوني خبرو کې وویل، چې امریکا د سولې پروسې د چټکتیا او سیاسي جوړجاړي تمه لري.

بلینکن په افغانستان کې د جګړې د شدت لوړه کچه وغندله او یاده یې کړه، چې د امریکا حکومت د طالبانو او امریکا  تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه ارزوي.

یاده دې وي، چې د تېرې  جنوري میاشتې پر پنځمه نېټه په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شو او داسې تمه وه، چې خبرې به په چټکۍ مخ په وړاندې ولاړې شي؛ خو دا چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق ځیني برخې عملي شوې نه وي، طالبان یې له امله د یو شمېر سیمه ییز  هیوادونو په سفر ووتل او خبرې ودرېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx