
پي ایس ایل: لاهور لوبډلې د راشد خان پر مټ بریا خپله کړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو په دوهمه سیالۍ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سیالۍ لوبډلې پېښو زلمو ته د ۴ ویکټو او ۹ توپونو په توپیر ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې راشد خان په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه، نوموړي په ۴ اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې، او دغه راز یې په توپ وهنه کې ۲۷ چټکې منډې جوړې کړې چې د نوموړي په زړه پورې شپږیزې سره لاهور لوبډلې بریا خپله کړه.
د پېښور زلمي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې د سر لوبغاړي یې په بشپړ ډول ناکام شول، خو په وروستیو کې روي بوپارا نیمه سلیزه ووهله او سیال لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه.
SO STYLISH by @rashidkhan_19! #MatchDikhao l #HBLPSL6 I #LQvPZ pic.twitter.com/Iq1HIxCxaN
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) February 21, 2021
د هدف په تعقیب کې لاهور لوبډلې سوکه پېل وکړ، خو په وروستیو کې راشد خان په بیړه هدف بشپړ کړ، نوموړي د یوې شپږیزې او ۳ څلوریزو په مرسته په ۱۴ توپونو ۲۷ منډې وکړې.
د پېښور لوبډلې له لوري مجیب الرحمن په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
باید وویل شي چې تېره ورځ د کراچي کینګز لوبډلې له لوري محمد نبي هم چټکې ۳۰ منډې کړې وې چې د نوموړي په شپږیزې سره یې لوبډلې بریا خپله کړې وه.