افغانستان

واشنګټن پوسټ: امریکا نه شي کولی د غني حکومت له سقوط څخه وژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د امریکا نوې ادارې هم په افغانستان کې له دیپلوماتیکو لارو د روانې شخړې حل باندې ټینګار کړی، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې ویلي، چې نورامریکا هم نه شي کولای څو د غني کاواکه اداره له سقوط څخه وژغوري.

واشڼګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیلي مقاله کې د افغانستان په اړه د جوبایډن ادارې د ممکنه اقداماتو په هکله لیکلي، چې هره ستراتیژي ګواښونه لري او د اشرف غني په مشرۍ د کابل حکومت د ډیر فساد او ماتېدونکي حالت له امله د ژغورلو نه دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي، که امریکا هرڅه وکړي؛ خو د غني په مشرۍ اداره د سقوط له ګواښ څخه نه شي ژغورلای.

د ورځپاڼې په باور پاکستان او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه هم په دغه هېواد کې د خپلو ګټو ساتلو په تکل کې دي.

په مطلب کې دغه راز راغلي، چې طالبان اوس په خپل بریالیتوب یقیني شوي، که د دوی مشران د بهرنیو عسکرو د پاتې کېدو مودې غځولو سره هوکړه وکړي او که نه؛ طالبان به خپلې جګړه ادامه ورکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په داسې مهال د امریکايي هڅو سربیره د اشرف غني د حکومت ژغورل ناممکن بولي، چې تیره اونۍ د کابل حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له ناټو هېوادونو څخه غوښتي ؤ، چې د دوه کلونو لپاره یې ملاتړ وکړي او له هغه وروسته به دوی په خپلو پښو ودریږي.

دا په داسې حال کې ده چې له ارګ څخه د باخبره سرچینو په حواله روانه اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن له اشرف غني سره په تیلیفون د خبرو کولو نه ځکه انکار کړی، چې غني اوس په افغانستان کې منزوي شوی او له کورنۍ اجماع پرته بایډن حتی له نوموړي سره خبرو کولو ته هم چمتو نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x