روغتیا

هغه چې له کرونا روغ شوي، څیړونکي وایي د واکسینو یو ډوز ورته کافي دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې د کرونا فعالو ناروغانو شمېره ۴۵ ملیونو ته رسیږي، خو ایا ددغه ټولو کسانو واکسیناسیون اړین دی؟

دوه تازه ترسره شوې څيړنې ددغې پوښتنې ځواب په «هو» ورکړی، او زیاته کړې ده، د هغو کسانو لپاره چې له کرونا بیرته ښه شوي، د کرونا ضد واکسینو یو ډوز د انڼي باډیزو زیاتولو او د کرونا ویروس له منځه وړلو لپاره کافي دی.

دا خبرې د هغو څیړنو سره سمون خوري چې په تېرو څو اونیو کې خپرې شوي، څیړنې وایي: «هغه خلک چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته او بېرته ښه شوي باید واکسین شي، خو ددوی لپاره د واکسین یو خوراک کافي دی».

د واکسین یو خوراک په اړه نوې څيړنې ښيي، په هغه کسانو کې چې کرونا ویروس یې تېر کړی د معافیت سیستم تغیر وي، ځکه چې په دوی کې د انټي باډيزو زیاته کچه شتون لري چې تر څو میاشتو دوام لري».

خو په بدل کې هغه کسان چې د کرونا ویروس خفیفې نښې لري او یا بیخي نښې نه لري د انټي باډیزو کچه یې هم ټيټه وي، کوم چې آن هغې کچې ته راټيټیږي چې کشفول یې ناشونې وي.

په دې تړاو تر دې دمه د فایزر-بیونټيک شرکت واکسین ښه ثابت شوي، چې یو ډوز یې په وینه کې د انټي باډیزو مقدار زر ځله دوه چنده کړی دی، او په هغه کسانو کې یې مثبت تغیر راوستی چې پخوا په ویروس نه دي اخته شوي خو د یادو واکسینو یو ډوز یې اخیستی دی.

باید وویل شي چې تر دې مهاله د نړۍ په ۱۰۷ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ ملیونه ډوزه واکسین تطبیق شوي، خو زیاته کچه یې په شتمنو هېوادونو کې ترسره شوې، او بېوزله هېوادونه لا هم له دې پروسې بې برخې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x