افغانستانسولې اړوند خبرونه

قانوني: د سولې پروسې د بریا په څرنګوالي به جمعیت ګوند بې تفاوته پاتې نه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د جمعیت ګوند د مرکزي شورا غړی او د پخواني حکومت مشر مرستیال «یونس قانوني» وایي، د سولې پروسه روانه ده او ښایي پخلاینه رامنځته شي؛ خو جمعیت ګوند به په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

قانوني چې نن یې په کابل کې د شوروي ځواکونو پر خلاف د ولسي پاڅون د ورځې په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د سولې پروسه روانه ده او ښايي پخلاینه رامنځته شي؛ خو جمعیت ګوند او «کابلیان» به په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نشي «پروسه روانه ده، پخلاینه ښایي وشي؛ خو جمعیت ګوند او ټپي او درد لیدلي کابلیان به د سولې پروسې د بریا د څرنګوالي او پخلاینې په تړاو بې تفاوته پاتې نشي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د شوروي ځواکونو پر خلاف افغانانو په ځانګړي ډول کابلیانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

د قانوني له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پيل شوی دی؛ خو د یوې نیمي میاشتې په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x