په سا اخېستلو مالیه

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۱مه ۱۳۹۳): د وینزویلا تر ټولو ستر هوايي ډګر کې په تنفس اخېستلو ټیکس لګېدلی.

په هوايي ډګرونو کې مساپر بېلابېلې مالیې ورکوي خو دا لومړی ځل دی چې په سا اخېستلو به مساپر ۲۰ ډالر ټيکس ورکوي.

نوي ماليې په ټولنیزو رسنیو کې د وینزویلا ولس په غوسه کړی، د دوی په وینا چې دوی په هوايي سفرونو کې د هر شي مالیه ورکوي، خو د دې هر څه له پاسه حکومت پرې نوره مالیه مقرره کړې.

چارواکي وايي چې دوی د هوايي ډګر دننه د هوا صافوالي سستم لګولی او ددغو مصارفو د پوره کولو لپاره دوی په مساپرو ۲۰ امریکايي ډالر ټیکس لګوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د