ځانګړي راپورونه

د سعودي او امريکا اړيکې؛ ايا د بن سلمان د ناز وختونه په ختمېدو دي؟

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې يو ځل بيا ويلي، چې د منځني ختيځ په اړه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تګلارې ځان لرې ساتل غواړي.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسؤول جن ساکي ويلي، چې ولسمشر جو بايډن په منځني ختيځ کې د خپل مهم ايتلافي سعودي عربستان سره د اړيکو په اړه له سره فکر کوي.

پخواني ولسمشر ټرمپ د خپل زوم او ځانګړي سلاکار جيرډ کوشنر پر مټ د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره نږدې اړيکې جوړې کړې وې او د امريکا له لوري پر سعودي پلورل شوې وسلې د يمن په جګړه کې کارول کېدې، چې د ټرمپ ادارې هم پرې سترګې پټې کړې وې.

د چارو څارونکي وايي، داسې ښکاري، چې جو بايډن د وليعهد محمد بن سلمان پر ځای د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره د مستقيمو اړيکو له لارې د خبرو حل کول غواړي، په داسې حال کې، چې د پاچا سلمان عمر له اتيا کالو زيات دی، روغتيايي وضعيت يې هم ډېر ښه نه دی او د حکومت واک يې هم تر ډېره د زوی او وليعهد په لاس کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي؛ «د امريکا راتلونکې تګلاره به د قانون د حاکميت او بشري حقونو ساتنې ته لومړيتوب ورکوي.»

اوس پوښتنه دا ده، چې د سعودي په اړه د بايډن ادارې په تګلارې کې د بدلون له امله به د واشنګټن او رياض اړيکې څنګه وي او راتلونکې کې کوم ډول ستونزې پېښېدای شي؟

د سعودي ځوان وليعهد، چې په نړۍ کې په «ايم بي ايس» هم پېژندل شوی، د بايډن ادارې د نوې تګلارې يوه موخه همدا کېدای شي، چې د نوموړي د ناز وختونه نور په ختمېدو دي.

 

که سعودي غواړي، چې امريکا په منځني ختيځ کې د خپل ايتلافي په توګه وساتي، نو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له نوې تګلارې سره باید ځان جوړ کړي او په خپله تګلاره کې بدلون راولي.

ولسمشر جو بايډن ويلي، چې متحده ايالتونه تر دې وروسته د يمن جګړې ملاتړ نه کوي او اوس سعودي کولی شي، امريکا ته ووايي، چې دوی هم د يمن جګړې د پای ته رسولو لارې چارې لټوي.

امريکا غواړي، چې له قطر سره د سعودي اړيکې ښې وي او سعودي په دې اړه ګامونه پورته کړي دي او له قطر سره څلور کلن پرېکون يې پای ته رسولی دی.

د امريکا پلازمېنې واشنګټن کې داسې خبرې کيږي، چې سعودي عربستان بايد د بشري حقونو بندي ښځينه فعالانې خوشې کړي او د سعودي حکومت تېره اونۍ د بشري حقونو ښځينه فعاله لجين الهندول په ضمانت خوشې کړې ده.

د امريکا او سعودي اړيکې ډېرې پخوانۍ او ژورې دي او د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړۍ ناسته په ۱۹۴۵ کال کې په يوه امريکايي الوتکې کې د ولسمشر روزویلت او د سعودي د هغه وخت پاچا عبدالعزيز تر منځ شوې وه.

له تېرو څو لسيزو راهيسې دا اړيکه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ شوې ده. په ۱۹۷۳ کال کې امريکا پر سعودي د تېلو پلورلو بنديز، په ۱۹۹۱ کال کې د خليج جګړې سربېره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې پېښه هم شامله ده.

سعودي چارواکي ښايي د بايډن واک ته رسېدو ته ډېر خوښ نه وي، خو داسې هم نه شي کولی، چې په لنډ وخت کې د امريکا پر ځای له بل ستر ځواک سره خپلې اړيکې جوړې کړي او جو بايډن ته د مبارکي ویلو په اړه سعودي حکومت څو ورځې ناوخته کړله.

سعودي چارواکي فکر کوي، که امريکا له خليج څخه خپله پنځمه ځواکمنه بېړۍ هم وباسي، د دوی پخوانی دښمن ايران به دا تشه ډېر ژر ډکه کړي او په سيمه کې به ايران د خپلې برلاسۍ لپاره نورې هڅې هم وکړي.

اوسمهال د جو بايډن ادارې سعودي ته ډاډ ورکړی، چې د بهرنيو بریدونو په تړاو به يې هر ډول مرسته وکړي او د حوثي شيعه ملېشو د بریدونو پر وړاندې به يې هم مرسته کوي.

امريکا لپاره پېښېدونکي ګواښونه

د جو بايډن د بدلېدونکې پاليسۍ له امله امريکا ته هم ځينې ګواښونه پېښېدی شي.

شاه سلمان ډېر سپين ږیری شوی، عمر يې له اتيا کالو اوښتی او د روغتيايي ستونزو له امله حکومتي چارې هم تر ډېره په خپله نه چلوي او له همدې امله امريکا غواړي، چې راتلونکو کلونو او لسیزو لپاره له وليعهد محمد بن سلمان سره هم اړيکې جوړې کړي.

د سعودي خبريال جمال خاشقجي او د بشري حقونو د نه درناوي له امله په نورو غربي هېوادونو کې هم د بن سلمان حیثيت او شخصیت ته په ښه سترګه نه کتل کيږي، خو د هېواد په دننه د يو شمېر فعاليتونو له امله ډېری ځوانان د بن سلمان له کړنو خوښ ښکاري.

په تېرو وختونو کې به د سعودي وليعهد د اويا کالو شاوخوا و، خو دا لومړی ځل دی، چې د ۳۵ کلن ځوان د وليعهد پر څوکۍ ناست دی او ډېری ازاد خياله ځوانان يې خپل ايډيال بولي، خو بالعکس دينداره ځوانان يې له کړنو ناخوښ دي.

د سعودي سلطنت ټول ځواک د بن سلمان په واک کې دی، د هېواد وسله‌وال پوځ، د کورنيو چارو وزارت او ملي ګارډ په مستقيمه توګه د وليعهد تابع دي.

بن سلمان په ډېره بيدارۍ او چالاکۍ د خپل راتلونکي واک او اختيار پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړي، چې تر ټولو مهم يې د کورنيو چارو پخوانی وزير او وليعهد شهزاده محمد نایف و او امريکا په دې هيله وه، چې نوموړی به له سلمان بن عبدالعزيز څخه وروسته د سعودي پاچا شي، خو بن سلمان په ۲۰۱۷ کې په ډېرې چالاکۍ نوموړی له دندې ګوښه کړ.

محمد بن نایف او محمد بن سلمان

بن سلمان په خپلو مرکو کې ويلي، چې له مرګ پرته هېڅوک يې د واک پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای.

له خطرونو ډکه لاره

په تېرو څو لسیزو کې، چې کله هم امريکا د سعودي په چارو کې لاسوهنه کړې، پایلې يې د امريکا له خوښې سره سمې نه دي راغلي.

په ۲۰۰۵ کال کې، چې د امريکا د هغه مهال د بهرنيو چارو وزيرې کونډو ليزا رايس د شخصي او سلطنتي حکومتونو غندنه وکړه او له سعودي يې غوښتنه وکړه، چې جمهوري نظام خپل کړي او په هېواد کې ټاکنو ته زمينه برابره کړي، نو هغه مهال د سعودي شاهي کورنۍ د خپل رنګ د ښه کولو لپاره په ټيټه کچه د ښاروالۍ ټاکنې وکړې.

په دغو ټاکنو کې تر ډېره هغه چا بریا تر لاسه کړه، چې د غرب مخالف او مذهبي فکر لرونکي وو. له دې پایلو وروسته د سعودي شاهي کورنۍ امريکا ته پيغام ورکړ، چې د خپلو هيلو او خواهشاتو په اړه له احتیاطه کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx