افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د بهرنیو ځواکونو شتون او وتل په جګړې پورې تړلي دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ کب، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو شتون او د هغوی د شمېر کموالی او زیاتوالی په هیواد کې د جګړې په وضعیت پورې تړلی دی.

د ناټو سازمان د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو تېره اوونۍ په یوه ناسته کې وویل، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه دوه زړي دي؛ نو ځکه د اوس لپاره د ځواکونو د پاتې کېدو یا ایستل کېدو په اړه قطعي پرېکړه ځنډوي او تمه لري چې د سولې روانه پروسه بریا ته ورسېږي.

غني د بي بي سي له خبریال سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د ناټو له لوري د افغانستان د پرېکړې مبهم پرېښودل ددې لامل شوې چې د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره یو نوی فرصت رامنځته شي او ټولو لورو ته دا وخت ورکړي چې بیا له ځان سره حساب کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د جګړې د شدت زیاتوالی د حل لاره نه ده او دا یوه «غلطه ختلې محاسبه» ده چې د جګړې له لارې دې څوک بریا ته ورسېږي؛ نو ځکه دده په خبره، یوه سیاسي حل ته اړتیا ده چې باید ټول لوري ورته ورسېږي.

غني ددې تر څنګ هغه اندېښنې بې ځایه بللي چې ګواکي طالبان به د جګړې له لارې مسلط شي؛ ځکه دده په خبره «دا ویتنام نه دی او نه هم دولت د سقوط له خطر سره مخ دی.»

د نوموړي په اند، دی داخلي جګړو ته له تګ او انارشۍ ویرېږي او له همدې له امله یې تر ټولو ډېره اتکا د دولتي ځواکونو او عسکرو په انسجام باندې ده «د ځواکونو د انسجام لامل همدا دی، چې زه د یوې فاجعې د مخنیوي په برخه کې حساب ورباندې کوم. یوې داخلي جګړې ته له تګ ویرې شته.»

غني که څه هم ادعاء کړې پنځه کلنه واکمني یې د سولې په اندازه اهمیت نه ورته لري؛ خو په خبره یې، د افغانستان راتلونکې به د افغانانو په لاس ټاکل کېږي «نه د هغه چا چې د مېز تر شاه ناست دي او خوبونه ویني.»

دده له قوله، حکومت یې د سختو پرېکړو په اړه ګامونو اخیستلو ته تیار دی؛ ځکه دده په اند، افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه شوې او د سختو پرېکړو کولو ته اړتیا لیدل کېږي.

د غني پورتنی مؤقف داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغان سولې دوهم پړاو خبرې له تېرې یوې نیمي میاشتې راپدېخوا پیل شوې دي؛ مګر لا هم پکې جوت پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x