نظــر

نن مو له چمه يو ملنګ د ګور مېلمه شو!

حمزه حسيني

د دې دنيا له دردونو ډکه شېبه چې ټول زنده سري ورسره مخامخ کيږي مرګ دی، دا چې انسانان دې فاني دنيا کې الله تعالی د خپل عبادت لپاره پيدا کړي، نو هغه کسان کامياب دي چې خپل ژوند يې د الله تعالی په عبادت کې تېر کړی وي او له دې فاني نړۍ څخه په داسې حالت کې رخصت اخلي، چې له څېرو يې د کاميابۍ وړانګې ځليږي.

هوکې! نن مو له چم څخه ملنګه څېره د تل لپاره وکوچېده، د نوموړي په رحلت ډېری زړونه ودردېدل او ډېرو سترګو پرې اوښکې تويې کړي، دغه ښاغلی شخصيت ملا عبد الحی ”مطمئن“ رحمه الله و، نوموړي د افغانستان اسلامي امارت په پنځه کلنه دوره کې کابو څلور کاله د وياند په توګه خدمت کړی او د طالبانو د تحريک پر مهال يې کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رئيس په توګه دنده اجراء کړې ده.

د غيرتونو دغه دنګ منار له کلونو کلونو د اسلامي امارت تر سپېڅلي بیرغ لاندې په مېړانه خدمتونه وکړل، له سختو حالاتو سره يې په ډېره جرئتمندانه توګه مقابله وکړه، د ژوند له سختو کړکېچونو يې د ژوندانه کښتۍ د بريا تر ساحله ورسوله، د رب العلمين دربار ته يې له هيواد لرې په پردېسۍ کې خپل روح وسپاره، روح يې ښاد او ياد يې تل تر تله.

ملا عبد الحی ”مطمئن“ رحمه الله که څه هم ما په ژوند نه و ليدلی البته! له نوم سره يې اشنا وم، نوموړی له وياندويۍ او  ليکوالۍ  سربېره يو پياړی او دروند شاعر هم و، د مطمئن رحمه الله له شعر څخه څرګنديږي چې د لوړې حوصلې خاوند، په سختو حالاتو کې له صبر او استقامت څخه کار اخيستونکی، په خپل دريځ کلک پاتې کېدونکی او مقابل لوري ته احترام لرونکی شخصيت و.

متأسفانه چې نن د مطمئن رحمه الله ديدار ته په داسې مهال حاضر شوم، چې نوموړی د ابد په خوب ويده و، دا به زما بد بختي وه، چې په داسې مجلس کې مې ورسره ملاقات وکړ چې يوازې ما ته د خبرو کولو اجازه وه او د ده لخوا ځواب نه را کول کېده، نن يې جراره صدا خاموشه وه، نن يې خلک د وروستي ديدن په موخه را ټول شوي وو، نن مطمئن لاړ خو تر شا يې ډېری زړونه دردمن پرېښودل.

مطمئن رحمه الله په خپل مرګ د ادب او فرهنګ ډګر يتيم کړ، د ليکوالۍ او رسا غږ ميدان يې وننګاوه او پر مونږ یې ډېری غمونه مېلمانه کړل.

هوکې! مطمئن د ژوند کابو ټوله برخه له ترخو حالاتو سره په کشمکش کې تېره کړې ده، نوموړی کوچنی څلور کلن ماشوم و، چې کمونستانو د پلار له مهربانه سيوري محروم کړ، ماشومتوب يې د پلار له نازنينې غېږې لرې د يتيمې زندګۍ په سختو حالاتو کې تېر کړ او د زندګۍ دريم او اخري پړاو يې هم په خورا يوازېتوب پای ته ورساوه.

مطمئن رحمه الله چې زلمی و د ديني زده کړې لپاره يې د عزم اباسين په څپو شو، د همدې ارمان د سر ته رسولو په موخه د پاکستان په ديني مدارسو کې دېره شو، چې د فراغت سند یې د پاکستان له نامتو او جید عالم شیخ الحدیث حسن جان شهید رحمه الله څخه تر لاسه کړ، خو دا چې په هيواد د شر او فساد څپو هجوم راوړی و؛ نو مطمئن رحمه الله یې په وړاندې د مبارزې ډګر ته ووت، له يو څه وخت تېرولو وروسته د طالبانو د اسلامي تحريک [اسلامي امارت] وياند او په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس وټاکل شو، کلونه يې په همدې سپېڅلې لاره کې خدمت وکړ.

دردمن مطمئن ته دې الله تعالی مغفرت وکړي، رب العلمين دې ټول تقصیرات ورته معاف کړي، کورنۍ، متعلقينو او دوستانو ته دې یې الله تعالی اجرونه او عوضونه ورکړي، الله تعالی دې هغه کسان د خپل رحمت تر سايو لاندې لري چې په ژوندون يې د مطمئن صاحب رحمه الله تعالی خدمت کړی دی آمين.

په آخر کې محمد مطمئن ته، ګرانه ورور جانه! ګوره چې د پلار ارمان دې خاورې نه کړې، پام د دنیا په هوس دوکه نشې، له وخت څخه ګټه واخله، عالي تحصیلات وکړه، د دین او هیواد د خدمت لپاره مټې را ونغاړه او په لوړ مورال ټولو ازمايښتونو ته مناسب ځواب ورکړه، رب تعالی دې مل او نګهبان شه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x