دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت شپږم اعتراض

عبدالغفار جُبير

سوال: قرآنکریم د نفساني خواهشاتو څخه ډک دی (نعوذبالله) د انجیل په خلاف، دا ځکه انجیل د روحاني غوښتنو یوه ټولګه ده.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
تاسي ماته وویل چي ما قرآن او بایبل دواړه لوستي دي، زه چي ستاسو و دې بېهوده سوال ته ګورم دا درته ویلای سم چي نه دي خپل انجیل مطالعه کړیدی او نه هم قرآنکریم، دغه سوال چي تاسو کړیدی دا په بشپړ ډول سره درواغ دي، په قرآنکریم کي کوم مبارک ایات پر نفسي خواهشاتو باندي دلالت کوي؟
په قرآنکریم کي د لوی الله جل جلاله صفات بیان سویدي، پر توکل علی الله باندي رڼا اچول سوېده، همداسي پر قناعت، صبر، سخاوت، اخلاق حسنه، اخرت او عباداتو باندي بحث سویدی، چي په اوسني انجیل کي د قرآنکریم په پرتله سلمه برخه څه پکښې نسته، په قرآنکریم کي د ساینس په هکله تر ۷۰۰ زیات مبارک ایاتونه دي، د شرعي احکامو په هکله ۵۰۰ مبارک ایاتونه دي، قرآنکریم د ژوند یوه بشپړ تګلاره او مسیر دی، په قرآنکریم کي چي کوم لوړ اخلاق بیان سویدي د ځمکي پر مخ په یوه کتاب کي نسته، برعکس اوسنی بایبل (عهدنامه قدیم+ عهد نامه جدید) د یهودو د شجرو، د یهودي روایاتو، پوچو خبرو، بې معنا او بې مفهومو فقرو یوه ټولګه ده، زه اوس ستاسو مقدس بایبل ته راځم:

په بایبل کي لس ځایه د محرماتو سره زنا سته، یعني موږ ویلای سو چي بایبل د زنا د لارښوني کتاب دی لکه:
(بیا سمسون و غزې ته ولاړئ،او هلته ده و یوې فاحشې ښځي ته وکتل او د هغې سره دننه ولاړئ( جماع يې ورسره وکړل) .( قضاة ۱۵: ۱)
(هغه زنا وکړل او د زنا له کبله ئې دا ملک ناپاک کړ او هغه د ډبرې او لرګي سره زنا وکړل. (ارمیاه ۳باب: ۹)
( هغوی په اسرائیلو کي بدکاري وکړل او د خپلو همسایه ګانو د ښځو سره یې زنا وکړل. (ارمیاه ۲۹باب: ۲۳)
(هغې زنا کارې د خپلې چهرې څخه او بدکارې د خپلو تیو د منځ څخه لیری کړل، زه هغه ټوله نه لوڅوم او داسي نه کوم لکه د پیدایښت په ورځ چي لوڅه وه. (هوشیع ۲باب: ۲)
( په تاسو کي زناوې شته، او داسي زناوې په تاسي کي شته چي په غیر قومونو کي نشته یعنی د یوه سړي زنا د خپل د پلار د ښځې سره. (۱کرنتیون ۵:۱)
(او کله چي اسرائیل هغه ځمکي ته تلی …. او د خپل پلارد مدخولي (مور) بلهه سره یې هم بستري (جماع) وکړه. (پیدایښت ۳۵: ۲۲)

(او عمران د خپل پلار خور(یوکابد)خپله ماینه کړل او دده د هغه څخه دوه زامن پیدا شول. (خروج ۱۹: ۲۰)
او داسي نور…

ایا ستاسو عیسایانو د روحونو تقاضا صرف همدغه زنا ده او بس؟

علاوه له دې څخه چي په بایبل کي نه اخلاق سته، نه بشریت لپاره یوه لارښوونه سته که اوسني ساینس ته راسو، بایبل د اوسني ساینس په رڼا کي هم ټول غلط دی لکه:

– د بایبل په لومړي کتاب پیدایښت په لومړی باب د(۳- ۵) ایات پوری راغلي دي چي رڼا په لومړۍ ورځ باندي پیدا شوه، په همدغه پیدایښت لومړي باب د(۱۴ـ ۱۹) ایات پوری بیا راغلی دي چي ستوري او لمر په څلورمه ورځ باندي پیدا شول، نو اوس تاسي و ګورئ چي ستوري او لمر نه وي نو رڼا د کومه ځایه څخه وه چي دا په ښکاره ډول سره د ساینس او عقل سره مخالفت دئ.

– د بایبل په پیدایښت لومړي باب د(۹ـ ۱۳) ایاته پوری وایي چي مځکه په دریمه ورځ باندي پيدا شوه، د پیدایښت په لومړي باب د(۱۴ـ ۱۹) ایات پوری وایي چي لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ باندي پیدا شول، او اوسنی ساینس و موږ ته وایي چي مځکه هم د نورو ستورو یوه برخه ده  دا څنګه امکان لري چي مځکه موجوده وه او لمر موجود نه وو.

– د بایبل په پیدایښت لومړي باب په (۱۱ـ ۱۳) پوری راغلی دي چي ټولې ونې ، واښه او بوټي په دریمه ورځ باندي پیدا شول  او په پیدایښت لومړي باب کي (۱۴ـ۱۹) کي راغلی دي چي لمر په څلورمه ورځ باندي پیدا شو، دا څنګه امکان لری چي واښه او نباتات دي بېله د رڼا څخه وده وکړي دا غیر ساینسي ، غیر منطقي او غلطه ده.

د وبا او جذام د مرض څخه د خلاصون لپاره یوه طریقه په بایبل کي راغلې ده او په احبار (۱۴ باب، ۴۹ـ ۵۳) ایات پوری وایي چي ددې ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره دوې چوغکې راواخلئ یوه چوغکه په خاورین لوښی په روانو او جاري اوبو کي حلاله کي دغه ژوندی چوغکه او د کور لرګی ۷ ځلی په دې اوبو کي ډوب کي چي په وینو ولړل شي او کور په و لړئ نو کور پاک شو، دا د نوي ساینس سره پوره ټکر لري دا ځکه چي وینه د ټولو میکروبونو او جراثیمو کور دئ په وینه کي هر ډول ناروغیانې شتون لري لکه ، تور ژړی، ايډز او په زرګونو نورې ناروغیانې، نو څنګه کېدلای شي چي دا چټله وینه دي د کور لپاره درملنه شي ، چي دا په مکمل ډول سره غلطه ده.

– پیدایښت لومړی باب، ۲۹ ایات کي راغلي دي چي خدای وویل و ګورئ زه هر تخم لرونکی نبات چي پر مځکه دي یا ټولي ونې چي تخم لري و تاسو ته یې درکوم او ستاسو ډوډۍ ده، په انګلسي بایبل کي داسي راغلی دي چي، دا ستاسو لپاره غوښې دي، او ټولو مرغانو او پر مځکه و ټولو څارویو ته شنه نباتات د خوراک لپاره ورکوم.

اوس په دې کي څو غلطیانې سته،  لومړی داچي ډېر داسي نباتات شته چي زهرجن دي او مطلق انسان او حیوان ته هلاکت دئ، نو خدای دا پرېکړه ولي کوي؟ بل داچي ټول مرغان او حیوانان خو واښه نه خوری ځیني یې غوښی هم خوری نو خدای دا  پرېکړه څنګه کوي،  دا فیصله هم د ساینس له لوری غلطه شوه.

– په زبورباب ۷۵ ایات ۳ کي راغلی دي چي مځکه ستنې (ستون) لري.

اوس د مځکې ستنې چيری دي او چا لیدلی دي، په اوسني ساینس کي دا هیڅ
ارزښت نلري، داپه هغه وخت کي  چي دا زبور یې لیکئ د هغه لیکوال دا عقیده او باور وو چي دا مځکه د یوه شي په شان پر ستنو ولاړه ده او دی په دې نه وو خبر چي وروسته به دا هرڅه په ساینس کي غلط شي.

په بایبل کي نفسي خواهشات:
سمسون (شمشون) ۳۰۰ ګیدړې و نیولې، او شمعې ئې راوړلې او ددوی لکۍ ئې سره و تړلې او د دوو لکيو په منځ کي ئې یوه شمع ورکښېښودل او دوی ئې د فلسطینیانو په کښتونو کي خوشی کړې او د فلسطینیانو کښت کروندې باغونه او د زیتون وني ئې ټوله ور وسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)

او هغه (سمسون) د خره د زامې تازه هډوکی پیدا کئ او پخپل لاس کي ئې واخیستئ او زر کسان ئې په وواهل او شمشون وویل چي ما د خره په د زامې په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسان فناه کړل .(قضات، ۱۵: ۱۵)

داؤد ۲۰۰ فلسطینیان ووژل او د هغو پوستونه یې شاؤل ته راوړل تر څو د شاؤل زوم شي. (۱- سموئيل ۱۸/ ۲۷) او داسي نور…

اوس دي لیدونکي قضاوت وکي، عیسائیت څنګه د روح ته ښکلا او ځلا بخښي

یادونه:  که تاسي غواړئ چي د بایبل یا عیسائیت په هکله پوره معلومات پیدا کړئ تاسي کولای سئ چي زما لاندي چاپ سوي کتابونه درسره مطالعه کړئ:
۱: زما مناظره د یوه عیسايي راهب سره.
۲: بایبل پېژندنه.
۳: منظومه مناظره.
۴: عیسائیت په افغانستان کي.
۵: ښکلي ځوابونه.
۶: سوال ځواب.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x