افغانستان

د صرافانو کاربندیز پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): له کابو دوه اونیو سراسري کاربندیز وروسته د افغانستان د صرافانو ټولنې پرېکړه کړې چې خپل کارونه بیرته پیل کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د صرافانو د ټولنو استازو تیر ماښام په چهار چینار ماڼۍ له کې اشرف غني سره لیدلي او ددې په ترڅ کې پرېکړه شوې، چې صرافان به شرکتي جوازونه ترلاسه کوي او حکومت به په دې برخه ورسره لازمه همکاري کوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ډاکټر غني د صرافانو دستونزو له اورېدو وروسته لویې څارنوالۍ ته سپارښتنه کړې، چې د صرافانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

په ورته مهال د سرای شهزاده د صرافانو ټولنې په رسمي فیسبوک پاڼې هم د یو پیغام له لارې ویلي، چې نن د دوشبنې په ورځ(۴ کب) به یاد مارکیټ کې د صرافیو دوکانونه د مراجعینو پرمخ پرانیستې وي.

نوموړي دغه راز د صرافانو او حکومت ترمنځ د باور فضاء رامنځته کېدو باندې ټینګار کړی او په ناسته کې پرېکړه شوې، چې سر له نن (دوشنبې) څخه به په ټول افغانستان کې د صرافیو فعالیتونه بیرته پیلیږي.

د افغانستان د صرافانو اتحادیو ۱۶ ورځې وړاندې د افغانستان بانک د هغې پرېکړې په غبرګون کې اعتراضیه لاریون او کاربندیز پیل کړ چې له مخې یې، شخصي صرافۍ د پیسو په شرکتونو بدلېږي او بیا د فعالیت جواز ورکول کېږي.
د افغانستان بانک ددې تصمیم نیول له نړیوالو شریکانو سره د دغه بانګ د ژمنو پر بنسټ بولي؛ خو صرافان بیا استدلال کوي چې شرکتي جوازونه یوازې لوی صرافان اخیستلای شي او د عامو صرافانو له وس څخه وتلې خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x