افغانستان

طالبانو په کاپیسا کې د غلو پرضد مجهزه قطعه ګومارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): له غلو او لارو شوکوونکو سره د مبارزې په لړ کې طالبانو د کاپیسا ولایت په حصه دو ولسوالۍ کې یوه مجهزه پوځي قطعه ګومارلې، ترڅو خلکو ته د ډاډمن ژوند زمینه برابره کړي.

طالبان وايي، دغه ګام یې وروسته له هغه پورته کړ، چې د کوهستان حصه دو ولسوالۍ پر لاره او اړونده سیمو کې د یو شمېر دولتي چارواکو لخوا حمایت کېدونکي مسلح غله او لاره شوکوونکي زیات شوي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې د غلو پرضد دغه پوځي قطعه د شپې لخوا په سیمه کې ګزمې او پر لویه لاره ګزمې هم کوي:

«اوس مجاهدینو د دوی د نیولو او د خلکو د حفاظت په موخه د شپې له مخې په وسلو او شپنیو دوربینونو مجهز ګروپونه جوړ کړي، همداراز په بیلابیلو برخو کې د پلټني مرکزونه هم جوړ شوي، تر څو خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د غلو او لاره شوکوونکو پرضد ځانګړې قطعه جوړوي، بلکې تردې وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایاتو کې هم د غلو او لاره شوکوونکو پرضد ځانګړي قطعات تشکیل کړي دي.

له تیرو څو کلونو راهیسې د هېواد په لویدیځ کې د کندهار ـ هرات لویې لارې د امنیت په خاطر هم طالبانو یوه سیاره قطعه جوړې کړې، چې له امله یې دغه لار د غلو او لاره شوکوونکو څخه تر ډیره خوندي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت تر واک لاندې سیمې د بل هر وخت په پرتله نا امنه شوي، تردې چې پلازمینه کابل کې په رڼا ورځ خلک وهل، ډبول او لوټل کیږي؛ خو پولیس یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.

له تیرو دوه اونیو راهیسې د بدخشان ـ تخار پر لویه لاره د تخار ولایت اړوند سیمو کې د پولیسو پوستو په سل مترۍ کې ۳۰۳ بسونه له مسافرو سره لوټل کیږي؛ خو ولایتي ادارې په دې هکله مطلقه خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x