شعـــــرونه

ناحقه بد دعا/ اريان

امير رحمان اريان

په تا هم ښه تیریږی او په ما هم ښه تيريږي!
وختونه دي جنانه!  بې له تا هم ښه تيريږي!

ظالمه! بد دعاوې په ناحقه اثر نه کا!
په حقه راته چا کړي دعا هم ښه تیریږي

دا تا چې زه په نیمه لار کې پریښودم جنانه!
نو زه هم درنه کیناستم خو!  بیا هم ښه تیریږي

دا ما چې په الله ﷻ  باندې توکل کړی ده یاره!
ریښتیا له هغې ورځې په ریښتیا هم ښه تیریږي

یو وخت و چې په ګډو وډو لارو به روان وم
بس شکر دی ای ربه اوس صفا هم ښه تیریږي

څه تکې تورې شپې وې او څه ګرمه زندګي وه
ارام دې رانصیب کړو اوس صفا هم ښه تیریږي

د ستا خپل انسانیت دی چې وفا راسره وکړې!
ګنې!  ګرانه لالیه په جفا هم  ښه تیریږي

خوند داسې کړي اریانه چې په څنګ کې درسره وی

چې نه وي مشکل نشته! بیا تنها  هم ښه تیریږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x