افغانستان

دوستم: که نظام او «لاسته راوړنې» خوندي شي، د مؤقت حکومت ملاتړ کوم

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مارشال او د اشرف غني پخوانی مرستیال «عبدالرشید دوستم» وايي، که چېرې  د سولې په خبرو کې نظام او په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې «لاسته راوړنې» وساتل شي؛ نو لنډمهالی حکومت د منلو وړ دی.

دوستم له «بي بي سي» سره په خپله تازه  مرکه کې ویلي، چې که د تېرو شلو کالو لاسته راړونې خوندي شي نو ښایي پخپله  «محمد اشرف غني » هم لنډمهالي حکومت سره مخالفت ونکړي.

نوموړې وړاندې غني تورن کړی، چې پر خپل ځان راچاپېرې حلقې ته یې  غوږ ایښی او هغوی دده خلاف ورته ناوړه تبلیغات کړي، چې له امله یې دده «دوستم» او غني تر  منځ سیاسي اختلافات راپورته شوي او «توپيري چلن» ورسره شوی.

دوستم ددې  تر  څنګ طالبان تورن کړل، چې جګړه یې  زیاته کړې او په دوحه کې يې  د «افغان ملت له استازو» سره خبرې په ټپه درولې  دي؛ نو ځکه دده له انده، د کابل مذاکراتي  ټیم ته هم ښايي چې «خپل غرور وساتي» او په دوحه کې  د «سیل» پر ځای کابل ته راستانه شي.

دده په الفاظو « هر انسان خپل غرور لري، په ځانګړې توګه افغانان. دا چې دوحې ته تللي، دوی عادي خلک نه دي. د دولت استازي دي. زما زوی هم پکې دي. دوی د میلیونونو خلکو استازي دي. که زما پر ځای یاست تاسې به څه کوئ. بېرته راشئ. که دوی (طالبان) خبرو ته نه حاضرېږي نو موږ ولې هلته کېنو او سیل یې وکړو.»

د دوستم له لوري پورتنۍ څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه دي، چې اشرف غني وویل، تر  څو چې  دی  ژوندی ویني «طالبان» به د مؤقت حکومت مخ ونه ویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نذیر حنفی

ټول افغانان د موقت حکومت طرفداره ډي. خو طالبان دي باید تعهد وړګړي چي د افغانستان نظامی تجهزات چې له هر ځایه راغلي پاکستان ته انتقال نګړي. دا تجهیزات چی له هر ځايه راغلي وی باید د افغانستان ولس ته وسپارل شي. باید په هیڅ صورت پاکستان انتقال نشي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x