افغانستان

ولسي جرګې  د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال بودیجه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ کب، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې غړو د بودیجې تر دوه ځلې ردولو وروسته دا ځل د حکومت له لوري د ۱۴۰۰ م مالي کال لپاره د بودیجې ور وړاندې شوې مسوده تصویب کړې ده.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» نن په همدې تړاو د ولسي جرګې عمومي ناستې ته په خپله وینا کې وویل، چې حکومت له بیا، بیا انکار وروسته دا ځل د ولسي جرګې له لوري وړاندیز شوي اصلاحات د بودیجې په سند کې ځای کړل چې له امله یې ولسي جرګه مننه کوي او بودیجه تصویبوي.

رحماني ددې تر څنګ له حکومت مننه وکړه چې د راتلونکې لپاره یې د همکارۍ دروازې خلاصې پرېښودې او په خبره یې، تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې له لوري د بودیجې دوه ځلې ردول د سیاسي مخالفتونو د پاللو او یا هم دا متیازاتو د اخیستلو له امله نه وو.

ورته مهال د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ هم له ولسي جرګې مننه کړې، چې بودیجه یې تصویب کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي « د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه وکړه او هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبلله.»

یاده دې وي، چې ولسي جرګې تر دې وړاندې دوه ځلې د حکومت له لوري د بودیجې ورلېږل شوې مسوده د یو شمېر دلایلو له امله رد کړې وه.

یو شمېر کاري واحدونو ته د بودیجې تخصیص، د عسکرو او ښوونکو د معاشاتو نه لوړېدل، ځیني اداراو ته تر اړتیا د زیاتې بودیجې ځانګړي کول او یو شمېر نور هغه لاملونه وو، چې له امله یې ولسي جرګې بودیجه رد کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx