
جو بايډن: د سټراټيژيکو تېروتنو د مخنيوي په موخه له ایران سره مذاکرات کوو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په اړه له ایران سره د دې لپاره مذاکرات پيلوي، چې په منځني ختيځ هغه تېروتنې بيا تکرار نه شي، چې له امله يې وضعيت نور هم خراب شی.
جو بايډن وايي، د شفافيت او غوره مذاکراتو له لارې د سټراټيژيکو تېروتنو او ناسم پوهاوي د کمولو هڅه کوي.
بايډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي: «تهران به هغه مهال د اټومي تړون له سرغړونې لاس واخلي، چې امريکا پر ایران لګېدلي بنديزونه لرې کړي.»
جواد ظريف په يوه ټويټ کې ويلي و، که د بايډن اداره له هر ډول شرطونو پرته عملا هغه ټول بنديزونه لرې کړي، چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې پر ایران لګولي وو، نو تهران به هم هغه ټولې پرېکړې بېرته واخلي، چې د ټرمپ د پرېکړې په غبرګون کې يې کړې وې.
پخواني ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له اټومي تړونه په وتلو ایران منزوي کړی و او اوس، چې د بايډن ادارې يو ځل بيا پر اټومي تړون له ایران سره مذاکراتو ته چمتووالی ښوولی، دا د ایران لپاره ستره لاسته راوړنه بلل کيږي.
جو بايډن ويلي، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي په موخه بايد محتاطه ډيپلوماسي وشي او ټول لوري بايد د تېروتنو د مخنيوي په موخه له يوه بل سره همکاري وکړي.
نوموړي دا هم ويلي، چې د خپلو اروپايي متحدينو په مرسته به د ایران له لوري د منځني ختيځ د وضعيت خرابولو د مخنيوي لپاره کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا پخواني ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې له اټومي تړونه تر وتلو وروسته پر ایران نوي بنديزونه ولګول، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې.
ټرمپ پر ایران تور لګولی و، چې د بالیسټيکي توغنديو د جوړولو سربېره په سيمه کې ترهګري خپروي او له همدې امله يې پر تهران اضافي بنديزونه هم لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پنځو دايمي غړو امريکا، برتانيې، فرانسې، روسيې او چين سربېره جرمني هم د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې او ایران ترمنځ د اټومي تړون پخلی کړی و.
اوس، د بايډن ادارې په داسې حال کې يو ځل بیا له ایران سره پر اټومي د خبرو لپاره چمتووالی ښوولی، چې څو ورځې وړاندې يې د سعودي په مشرۍ د يمن جګړې له ملاتړ څخه هم لاس واخيست.
د چارو څارونکي وايي، د بايډن ادارې له لوري د يمن جګړې سره پرېکون، همدارنګه د ترهګرۍ له تور ليسته د حوثي ملېشو ويستل او له ایران سره پر اټومي تړون مذاکرات په سيمه کې د ایران حريفو هېوادونو متحده عربي اماراتو او سعودي لپاره ښه زېری نه بلل کيږي.