ځانګړي راپورونه

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو په اړه د نړيوالو رسنيو تبصرې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې بايد د راتلونکي اپرېل مياشت تر پایه ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، خو د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې تر اوسه په دې اړه خپله تګلاره نه ده اعلان کړې.

نړيوالو رسنيو ددې موضوع په اړه ډول ډول تبصرې کړې دي.

لاس انجلس ټايمز: ايا امريکا کولی شي، په اوسني وضعيت کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي؟

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د پورته عنوان لاندې په خپله تبصره کې ليکلي، د دوحې تړون له مخې باید امريکا د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه خپل ټول سرتيري وباسي، خو تر اوسه د دې ګام اخيستو لپاره کوم ځانګړی تضمين نه شته.

ورځپاڼه وايي، تر اوسه نه طالبان، نه امريکا او نه هم افغان حکومت د دوحې تړون ته په بشپړ ډول ژمن پاتې شوي دي.

د  لاس انجلس ټايمز په باور د دوحې له تړون وروسته بايد د جګړې شدت کم شوی وای او طالبان د کابل حکومت سره د جګړې ختمولو په اړه هوکړې ته رسېدلي وای، خو داسې ونه شول.

 

ورځپاڼه زياتوي، چې د افغانستان روان ترينګلي وضعيت ته په پام سره د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن اداره نه پوهيږي، چې خپل عسکر له افغانستانه وباسي او که له درې ولسمشرانو په ميراث کې ورپاتې جګړې لپاره خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

ميليټاري ټايمز: له افغانستانه د امريکايي عسکرو ويستل د پنټاګون لپاره له ننګونو ډکه قضيه ده

د امريکا ميليټاري ټايمز ورځپاڼې هم په دې موضوع يو مطلب کې ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ويستلو قضيه د دفاع وزير لايډ اسټن او پنټاګون لپاره له ننګونو ډکه ده.

ورځپاڼه وايي، تېره اونۍ بايد د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې د امريکا دفاع وزير د ځواکونو ويستلو په اړه خپله خبره کړې وای، خو نوموړي په دې اړه څرګنده خبره ونه کړه او له طالبانو يې غوښتي، چې د جګړې شدت کم کړي.

ميليټاري ټايمز زياتوي، چې لايډ اسټن لپاره له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ويستل ستونزمنه قضيه ده؛ ځکه چې امريکا بايد د دوحې تړون له مخې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او همدارنګه د امريکا د ملي امنيت شورا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پلوي نه کوي، خو بل لور ته لویه ستونزه دا ده، چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې به طالبان پياوړي شي او امريکا اندېښنه لري، چې دې سره به يو ځل بيا ترهګري زياته شي.

د امریکا دفاع وزير متقاعد جنرال لايډ اسټن

د امريکا دفاع وزير پر طالبانو هم غږ کړی، چې د جګړې شدت کم کړي او بین الافغاني خبرې بايد په لنډ وخت کې پایلې ته ورسيږي.

ورځپاڼې د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ له قوله هم ليکلي، چې د ناټو ټلوالې ټول غړي هېوادونه د بین الافغاني خبرو د بريا هيله لري، چې په پایله کې به يې اوربند او دايمي سولې ته زمينه برابره شي.

د ناټو سرمنشي تېره اونۍ هم ويلي و، چې د دې ايتلاف هېڅ غړی تر پایه په افغانستان کې پاتې کېدل نه غواړي، خو د دې لپاره بايد مناسب شرایط برابر شي.

پي بي ايس انلاين خپرونه

پي بي ايس انلاين خپرونې هم له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې له دوو لسيزو جګړو وروسته امريکا او متحدين يې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او د دغه هېواد عسکر د طالبانو پر وړاندې جګړې ته يوازې پرېږدي.

د خپرونې په وينا امريکا او متحدين يې په داسې حال کې له افغانستانه وځي، چې په قطر کې بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي.

پي بي ايس وايي، د ولسمشر بايډن اداره بايد د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دوو میراثونو سره تعامل وکړي، چې يو له طالبانو سره د دوحې تړون او بل پر ټاکلې نېټې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو ويستل دي.

د خپرونې په باور د بايډن اداره له طالبانو سره د واشنګټن د سولې تړون او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ويستلو په ارزونه بوخته ده او په لنډ وخت کې به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو ټلوالې هېوادونه وايي، له افغانستانه د وتلو په اړه د امريکا پرېکړې ته په تمه دي، خو د امريکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه د ناټو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو دريځ

نن دوشنبه د الجزيرې ټلويزوني شبکې د طالبانو د وياند په حواله ويلي و، که ډيپلوماټيکې لارې چارې ناکامې شي، نو جګړه بیا د دوی وروستۍ لاره ده او بايد د بهرنيو ځواکونو د ويستلو لپاره جګړه وکړي.

طالبانو تر دې مخکې هم په خپلو رسمي دريځونو کې ويلي، دوی د افغانستان جګړې پر سوله‌ييز حل باور لري او د دې لپاره يې ټولې هلې ځلې په کار اچولي او که د امريکا نوی حکومت د دوحې تړون له مخې خپل ټول عسکر له افغانستانه ونه باسي، دوی به اړ وي، چې جګړې ته مخه کړي.

طالبانو پر امريکا او ناټو غږ کړی، کوم کار، چې څو کاله وروسته کوي، بايد اوس يې وکړي  او د تېرو شلو کلونو له جګړو څخه د تجربې له مخې بايد له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x