افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا  سفارت: د سولې خبرې دې بیا ځلې پيل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۴ کب، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا  سفارت  وایي، جګړه په افغانستان کې هره ورځ د ګڼو کسانو ژوند اخلي؛ نو ځکه باید د سولې خبرې ژر تر ژره پيل شي او د ولسي وګړو د هدفي وژنو لړۍ ودرول شي.

د امریکا د سفارت سرپرست «راس ویلسون» پر خپل ټویټر لیکلي، چې جګړه هر کال د لسګونه زرو افغانانو ژوند اخلي او دا چې د سولې او د افغانستان د ښه راتلونکي فرصتونه ضایع شوي، له امله یې  امریکا خواشینې ده.

نوموړي وړاندې  زیاته کړې «موږ د ولسي وګړو له هدف ګرځېدو اندېښمن یو او هیله لرو چې مذاکراتي ډلې ژر تر ژره بیا ځلې  د خبرو مېز  ته راستنې شي.»

په کابل کې د امریکا د سفارت پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو له دوهم پړاو له پيلېدو یوه نیمه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم پکې جوت پرمختګ نه دی راغلی.

ورته مهال په کابل او د هیواد په لویو ښارونو کې هدفي وژنې  په بې ساري ډول زیاتې شوې دي، چې ځیني وخت یې له امله ولسي وګړي هم زیانمن کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x