افغانستانسولې اړوند خبرونه

له اوږده ځنډ وروسته د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو “په ښه فضا کې” ناسته کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې له څه باندې یوې میاشتې وروسته د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو ګډه ناسته کړې او د سولې خبرو پر دوام یې ټینګار کړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند “ډاکټر محمد نعیم” پر ټویټر لیکلي “‏نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونود مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه.”

د نعیم په خبره، په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.

د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړا خبرې چې د تېرې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شوې وې، تر دې دمه پکې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی او د اوږدې مودې لپاره په ټپه ولاړې وې.

د بین الافغاني مذاکراتو ناستې د دوهم ځل لپاره داسې مهال پیلېږي چې امریکا وايي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ شوې هوکړه بیا ځلې ارزوي او نه غواړي په چټک او “غیرمنظم” ډول خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

د ناټو سازمان هم له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل د افغانستان په امنیتي وضعیت پورې تړلي بولي او ټینګار لري چې د سولې خبرې باید بریا ته ورسول شي او سیاسي جوړجاړی وشي.

ورته مهال طالبان بیا د دوحې هوکړه په افغانستان کې د سولې د تامین غوره نسخه بولي او پر امریکا ټینګار کوي چې یادې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د طالبانو یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دوی به کله هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام غځېدل ونه مني او که چیرې بهرني عسکر په ټاکلې نېټه افغانستان پرېنږدي په وړاندې به یې سخته جګړه پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته: قسم می په الله که لدی فرصت څخه مو استفاده ونکړه اوس خو هسی د ډیری ولس د نفرت وړ ګرځیدلی یاست خو د دوحی د مذاکراتو له شکست ورسته به ټوله دنیا پر تاسو ## وایی. دا ځکه چی دومره بی کفایته خلک یاستی چی دومره دورایت او اهلیت تاسو سره نشته چی څنګه له خپلو خلکو سره خبری وکړی. اوس ټول پوهیږی چی تاسو جهاد د الله په خاطر نه بلکی د قدرت او چوکی په خاطر دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x