ورزش

د فټبال نړیوال جام د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ هڅه

نن ټکی آسیا: (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۳): د فټبال د نړیوال جام د ترلاسه کولو لپاره نن یکشنبه وروستۍ جګړه د ارجنټاینا او جرمني تر منځ کیږي. دواړه لوبډلې د دې وروستۍ هڅه کوي چې نن خپله وړتیا وښيي. تماسن مولر او لیونل میسي تر منځ دوه په دوه سیالي کیږي.

جرمني چې برازیل یې په سرو سترګو ژړولی مخکې تر مخکې ځان اتل ګڼي، که یې نړیوال جام وګټلو دا به لومړی وار وي چې یو اروپايي هېواد په لاتیني امریکا کې د نړیوال جام ګټلو ویاړ ترلاسه کوي.

بل پلو ارجنټاینا هم له ۲۸ کلونو راهیسې نړیوال جام په لاس کې نه دی اخېستی، دوی د نړیوال جام ګټلو ته سخت بې تابه دي.

جرمني او ارجنټاینا درېیم ځل په نړیوال جام کې سره مخامخ کیږي، ۱۹۸۶ کې د میرا ډونا پیاوړې لوبې ارجنټاینا ته د نړیوال اتل ویاړ ور په برخه کړ، جرمني په دې پسې متصل نړیوال جام کې ارجنټاینا ته حساب وربرابر کړ او نړیوال جام یې وګټلو.

جرمني که څه په سیمي فاینل کې برازیلیان په سرو سترګو وژړول خو دوی د دې تمه لري چې په پایلوبه کې به د دوی پلوي وکړي، ځکه برازیلیان دا په هيڅ صورت لیدل نه غواړي چې د دوی ګاونډی ارجنټاینا دې نړیوال اتل شي.

جرمني او ارجنټاینا مخ په مخ

په زړه پورې خو داده چې تر دې مهاله دواړو لوبډلو تر منځ ۱۶ سیالۍ کړي، په دې کې ۹ ارجنټاینا او ۷ جرمني ګټلي او دواړو لوبډلو په یو بل ۲۸، ۲۸ ګولونه کړيدي.

د جرمني ټیم اوسمهال په نړیوال درجه بندۍ کې دوهم نمبر او ارجنټاینا پنځم نمبر دی.

د جرمني تماسن مولر او د ارجنټاینا میسي په خپلو خپلو لوبډلو کې مرکزي حیثیت لري. مولر ۵ او میسي ۴ ګولونه تر دې مهاله کړي.

د نړۍ سترګې میسي ته دي، ځکه نوموړی په لومړي ځل د نړیوال جام پایلوبه کې لوبیږي.

ارجنټاینا تر فاینل رسېدلو پورې ۸ ګولونه کړي او سیال ټيم جرمني بیا ۱۷ ګولونو کړي. همدا راز جرمني دا ویاړ هم لري چې د نړیوال جام په تاریخ کې یې تر ټولو زیات ۲۲۳ ګولونه کړي دي. تر دې دمخه دغه ریکارډ د برازیل سره و.

سیالي به څوک ګټي، په دې اړه څه ویل تر وخت مخکې دي، لوبه نن شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x