
ملا ضعیف: د سولې د «مخربینو» مخه باید ونیول شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ کب، ۱۳۹۹ل): پخواني طالب دیپلومات او د سولې فعال ملا عبدالسلام ضعیف په ښکېلو غاړو غږ کړی چې د یو هر اړخیز کمیسیون په جوړولو سره د سولې د «مخربینو» مخه ونیسي.
په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام دا څرګندونې د یو ټویټ له لارې کړي او په هېواد کې د روانې لانجې یوازینی حل یې سوله او توافق کې بللی دی.
نوموړي له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې، چې د سولې راغلی فرصت له لاسه ورن کړي او د یو «هر اړخیز مستقل کمیسیون» په جوړولو سره د سولې د «مخربینو» مخه ونیسي، ترڅو د هرې پېښې له څیړلو وروسته د هغې عاملین افغانانو او نړیوالو ته ور وپيژني.
ملا ضعیف خبرداری ورکړی، که چیرته دا کار ونه شي، ښايي دا «مرموز» حالت د باور چوکاټ «دړې وړې» کړي.
دا هيواد سولي ته اړتيا لري او د روان بحران یوازنی حل سوله او توافق دی، ښکيلي غاړي دي د سولي لاس ته راغلی فرصت دلاسه نه ورکوي، د سولي دمخربينو مخه يوازي د هر اړخيز مستقل کميسيون په ايجاد سره نيول کيږي،
۱/۲— abdul salam zaeef. عبدالسلام ضعيف (@abdulsalamzaeef) February 22, 2021
ملا عبدالسلام ضعیف په داسې مهال په هېواد کې د روانې شخړې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او د شکمنو پېښو او سولې پروسې د ورانکارو د مخنیوي په موخه د هر اړخیز کمیسیون د تشکیل غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو او ولایاتو کې مرموزې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
تیره اونۍ هم پلازمینه کابل کې د پوهنتون دوه تنه استادان مبشر مسلمیار او معروف راسخ د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شول او تر هغه وړاندې د سولې فعال او د جمعیت اصلاح ګوند د رهبرۍ شورا غړی استاد محمدعاطف هم په ورته یوه پېښه کې ووژل شو، کومه پېښه چې طالبانو او د کابل حکومت وغندله او د سولې د دښمنانو کار یې وباله.
د مولوی صیب ضعیف پیشنهاد د یو اړجیز کمیسیون په مورد خورا ښه او بهترینه لار د سولی د راوستو په خاطر ده. مستقله او یو اړخیزه کمیسیونه په داسی شرایطو کی د حل یوازنی لار ده. الله ضعیف صیب ته خیر ورکړی عمری یی ډیر کړی او همیشه دی قوی وی.