افغانستان

کاپیسا کې د دولتي عسکرو په ډزو ۲ ملکیان «شهیدان» او ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ‍۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې دولتي عسکرو پر ملکي خلکو ډزې کړي، چې له امله یې دوه تنه ځايي خلک «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

دا پېښه د نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه درې په «حاجیانو» او «امام خیلو» سیمو کې وړمه ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي عسکرو په عامو خلکو ناتاره ډزې وکړې.

د سیمه ییزو خلکو په خبره په دغه پېښه کې د «سیدآغا» په نوم د حاجیانو کلي یو اوسېدونکی «شهید» شوی او د عبدالله جان په نوم د امام خیلو کلي بل اوسېدونکی ټپي شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په کاپیسا ولایت کې پر ولسي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د کاپیسا په شمول د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د دولتي عسکرو لخوا په ورته پېښو کې ملکیانو ته ګڼه مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x