ورزش

پي ایس ایل: لاهور قلندرز لوبډلې پرلپسې دوهمه بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوداګریزو سیالیو په دریمه ورځ د لاهور قلندرز او کوټې ګلډیټرز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې لاهور لوبډلې د کوټې لوبډلې ستر هدف په اسانۍ بشپړ کړ.

په دغه سیالۍ کې د کوټې له لوري کریس ګېل په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې په مرسته یې سیال لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ۱۷۹ منډې هدف وټاکه.

کریس ګېل په یاده لوبه کې د ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته په ۴۰ توپونو ۶۸ منډې وکړې او د سرفراز احمد سره یې د ۱۰۱ منډو ملګرتیا وکړه، نوموړي پر راشد خان هم ۲ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله، خو د په بدل کې راشد خان ژر وسوځاوه.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

د هدف په تعقیب کې د لاهور قلندرز لوبډلې په زړه پوې توپ وهنه وکړه او د یوې ویکټې په سوځېدلو یې په ۱۹م اور کې یاد هدف بشپړ کړ.

ددوی له لوري فخر زمان ۸۲ او محمد حفیظ په ۳۳ توپونو د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته چټکې ۷۳ منډې وکړې او لاهور لوبډلې ته یې پرلپسې دوهمه بریا ورکړه، فخر زمان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ویل کیږي راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه، چې له دې وروسته به په عربي اماراتو کې د زمبابوې پر وړاندې سیالیو لپاره ملي لوبډلې سره یوځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x