افغانستان

د کمپاین عسکرو په خوست کې یوځل بیا ولسي خلک «شکنجه» او «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو یوځل ولسي خلک «شکنجه» او «شهیدان» کړي دي.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې د کمپاین عسکرو وړمه شپه د ګربزو ولسوالۍ په «پنځايي» سیمه کې د تلاشۍ په پلمه د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې، د فضل الرحمن، طلحه او عابد په نوم یې درې تنه ملکیان له ځانونو سره وړي دي.

د خلکو په خبره یاد ملکي کسان تیره ورځ په کمپاین کې د عسکرو لخوا له سختې «شکنجې» وروسته په «شهادت» رسولي او جسدونه یې د خوست ولایت ملکي روغتون ته لیږدولي دي.

د کمپاین په نوم ضربتي عسکر هغه ملیشه یې ځواک دی چې د افغانستان په سویل ختیځ کې د امریکايي استخباراتو(سي آی اې) لخوا روزل شوي او مستقیما ملاتړ ورڅخه کوي.

دغه ملیشې تر ډیره د بشري حقونو څخه په سرغړونې او د ملکي خلکو په ترور او وژلو تورن دي؛ خو مرکزي دولت او ولایتي اداره یې په مخنیوي او کنترول کې بې وسه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ډیر ښه کار یی کړی دا هم له شکله او هم له نومه تالیبان دی ډیر عجب کار یی کړی کړنی یی د ستایلو وړ دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x