دیني، سیرت او تاریخ

د پاستر جان سمیت اووم اعتراض

عبدالغفار جُبير

سوال: ټوله قرآنکریم د (قتل او قتال) څخه ډک دی، هیڅ مینه پکښې نسته، برعکس عیسائیت د صلح او میني دین دی.

ځواب: عبدالغفار جُبیر
زه نه پوهېږم چي ستاسو په قاموس کي مینه او صلح و څه شي ته وایاست؟

په ګران هیواد افغانستان کي مو پ لکونو معصوم مسلمانان شهیدان کړل ایا دا مینه ده؟

په عراق کي مو په میلیونهاوو مسلمانان شهیدان کړل، ایا دا مینه ده؟ !

همداسی په لیبیا، سوډان او د مسلمانانو په نورو هیوادونو کي مو بې شمېره مسلمانان تر تېغ ویستل ایا دا مینه ده؟

هټلر عیسايي وو چي په میلیونهاوو انسانان یې ووژل ایا دا مینه ده؟

څومري انسانان چي تاسو عیسایانو تر تېغ ایستلي دي د بشریت په ټول تاریخ کي به چا داسي ستر ظلمونه نه وي کړي، تاسي یې ځکه کوئ چي ستاسو بایبل دداسي ایاتو څخه ډک دی چي ظلم، وحشت، وژل او تر تېغ ایستل پکښې یوه عادي خبره ده لکه:

۱: د یعقوب دوو زامنو شمعون او لاوي توره راویستل او ټول انسانان یې ووژل. (پیدایښت ۳۵/ ۲۵)

۲:  او ټوله خلک ووژنئ،… د هغو ټوله حیوانات یې لوټ کړل او ښارونه یې وروسوځول… ټول نارینه او ښځې قتل کړئ (اعداد ۳۱/ ۷- ۲۰)

۳:  او تاسي ټول انسانان په تورو سره قتل کړئ، ښځې، ماشومان او نور سامان یې ستاسو لپاره غنیمت دئ…. بلکي هیڅ ژوندی شی مه پرېږدئ ټول قتل کړئ… ونې پرېکړئ هغه هم له منځه یو سئ. (تثنیه ۲۰/ ۱۳- ۲۰)

۴:  هغه یې د ډېرې وینې تویدو وروسته په جبعون کي په قتل ورسول (یوشع ۱۰/ ۱۰)

۵:  یوشع هغه پنځه سره ووژل او بیا یې و ځړول (یوشع ۱۰/ ۲۶)

۶:  هغه په بازق کي ۱۰۰۰۰ انسانان قتل کړل… د هغو د لاسو او پښو ګوتې یې پرېکړې (قضات ۱/ ۴- ۷)

۷:  دوی ښار ونیوئ او په ښار کي یې ټوله نارینه، ښځې، ماشومان، بوډاګان، غوایي، بزې او خرونه یې په تورو سره قتل کړل… ښار یې له ټولو شیانو سره وسوځاوه. (یوشع ۶/ ۲۱ـ ۲۵)

۸:  الیاس ۴۵۰ نبیان ونیول او ټول یې د قیشون په رود کي قتل کړل (۱- پاچایان ۱۸/ ۴۰)

۹:  الیسع و بیت ایل ته راغئ هلته یې وړوکي ماشومان ولیدل هغه یې خطا ایستل او د خدای لعنت یې پر وکړ او دوې ښځې لیویانې راغلې او ۴۰ ماشومان یې سره څیري کړل. (۲ ـ پاچایان۲/ ۲۳)

۱۰:  شمجر د عنات زوی د غوبنې په لرګي سره ۶۰۰ فلسطینیان ووژل (قضات ۳/ ۳۱)

۱۱:  شمشون د خره د زامې په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسه فلسطینیان ووژل (قضات
۱۵/ ۱۷)

۱۲:  داؤد ۲۰۰ فلسطینیان ووژل او د هغو پوستونه یې شاؤل ته راوړل تر څو د شاؤل زوم شي. (۱- سموئيل ۱۸/ ۲۷)

تاسو دا خیال هیڅکله مه کوئ چي زه دنیا ته د امن راوړلو دپاره راغلی یم، زه  د امن راوړولو لپاره نه یم راغلی خو د تورې دپاره؛ زه دې ته راغلی یم چي سړی د خپل پلار خلاف شي، لور د مور او مږور د خواښې، او د سړی دښمنان به د هغه د کور خلک وي۔ (متی لسم باب ۳۴ـ ۳۷)

او داسي نور…

دغه اسلام چي اوس په نړۍ کي پر مخ روان دی، ایا د (قتل او قتال) له کبله دی او که د اسلام دحقانیت له کبله دی؟ کوم مسلمان فوځ امریکا ته ولاړئ؟ کوم مسلمان فوځ و برطانیا ته ولاړئ؟ کوم مسلمان فوځ و استرلیا ته ولاړئ؟ کوم مسلمان فوځ و ملازیا او اندونیزیا ته ولاړئ؟ او داسي نور…

دغه په زرهاوو انسانان چي هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په اسلام مشرفه کیږي، دا صرف د اسلام حقانیت دی، که اسلام د میني دین نه وای، خلک په مینه نه ورته راتلل، داچي اسلام د میني، شرافت، او عزت دین دی نو ځکه غیر مسلمانان خپلي باطلي تګلاري او مذهبونه پریږدي او په اسلام مشرفه کیږي.

الحمدلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x