افغانستانسولې اړوند خبرونه

«روسیه د افغان سولې  په تړاو ناسته جوړوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): روسیه د بین الافغاني مذاکراتو د بن بست د ماتولو او ددې خبرو د پروسې د چټکوالي په موخه ناسته جوړوي او د افغانستان یو شمېر ګاونډي هیوادونه هم وربولي.

د «ایکسپرین ټریبون» ورځپاڼې د راپور په اساس، روسیه د روانې میلادي  میاشتې  په وروستیو کې د افغان سولې  پروسې د چټکوالي او د بین الافغاني مذاکراتو د لا اغېزمنتیا په موخه په مسکو کې ناسته جوړوي، چې د پاکستان تر څنګ يې امریکا، چین او ایران هم وربللي دي.

د سرچینې په وینا، د همدې غونډې په اړه د سلا مشورو په لړ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» هم اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې.

پاکستاني چارواکو ته نږدې یوې سرچینې ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستان له یادې غونډې ملاتړ کوي او برخه پکې اخلي.

که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده، چې امریکا به د مسکو له لوري په جوړېدونکې ناسته کې ګډون کوي که نه؛ خو تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هم روسیې د «مسکو فارمټ» په نامه د افغان سولې په تړاو یوه ناسته رابللې وه، چې د امریکا په ګډون د یو شمېر هیوادونو د استازو تر څنګ یې طالبان او ځیني افغان سیاستوال هم وربللي وو.

مسکو کې د افغان سولې په تړاو د ناستې د جوړېدو خبرونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې له تېرې یوې نیمي میاشتې راپدېخوا په ټپه ولاړې وې؛ خو تېره ورځ د دواړو لورو د مرکچي پلاوو مشرانو او د مذاکراتي ټيمونو غړو ګډه ناسته کړې او د خبرو پر دوام يې ټینګار کړی.

په  قطر کې د مرکچي پلاوو ویاندویان وایي، ناسته په ښه فضاء کې ترسره شوې او د اجنډا د ترتیب ګروپونو ته دنده سپارل شوې، چې بحثونه روان وساتي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x