
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړیوال اوربند غوښتنه وکړه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش له کرونا وبا سره د «اغیزناکې» مبارزې لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په یو ټویټ کې ویلي، چې په نړیواله کچه د اوربند اعلانول به په ټوله نړۍ کې دیپلوماسۍاو د بشري مرستو رسولو ته لاره هواره کړي.
نوموړي داسې ویلی: «زه یوځل بیا د نړیوال اوربند غوښتونکی یم، ترڅو د دردونو درملنه وشي، ديپلوماسۍ ته فضاء برابره کړي او د کرونا ضد واکسین په شمول د بشري مرستو ته رسولو په مخکې شته ستونزې ختمې شي.»
ګوتریش زیاتوي، که د کرونا وبا پرمهال خلک یو بل سره جګړه وکړي، یوازینی ګټونکی لوری به کرونا وبا وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسینونو لګول پیل شوي دي، تیره میاشت افغانستان ته د هندوستان هېواد لخوا مرسته شوی ۵۰۰ زره دکرونا ضد واکسینونه رارسېدلي دي.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې تر ۱۱۱ میلونه زیات خلک په کرونا وبا اخته شوي او له دوه ملیون څخه زیات انسانان یې وژلي دي.
د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې تراوسه ۶۲ ملیونه انسانان له دغې وبا څخه روغ شوي دي.
ملګری ملتونه دی که یونامااویانوری مؤسیسی دی ټول دامریکامخبران دی له امریکاڅخه داقتصادی ګټی په ترلاسه کولوکارکوی دوی ایمان نلری چه دالله وبیریږی ددوی وجدان اوهرڅه پیسی دی هرمسلمان چه په دوی خطاوزی ناپوه دۍ دموجوده دافغانستان وضع دوی ښه وینی اوسره له دی ددی ظالم حکومت طرفداری کوی آیا دوی انسانان دی چه پردی شهیدومؤمنانویی زړه دردنکوی آیادوی عقل لری چه دغه ترانسپورټ مالکان کورونه اوماشمان نلری څشی به خوری چه له دی غنی ملحده په واویلادی.عبدالواحد اڅګزۍ