
د اسراییلي بریدونو پر ضد ننګرهار کې لاریون وشو
نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۳): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې نن سلګونو کسانو د اسراییلو د بریدونو پر ضد مظاهره وکړه.
لاریون کوونکي چې زیات شمېر يې ځوانان، د پوهنتون استادان، محصلین او دیني علماء وه له اسلامي هېوادونو، ملګرو ملتونو او د نړیوال اسلامي کنفرانس څخه وغوښتل چې د اسراییلو د ظلم پر وړاندې ودریږي.
دغه لاریون د ننګرهار ولایت د مقام مخې ته سهار ۸ بجې پیل شو او ۲ ساعته یې دوام درلود.
لاریون کوونکو د اسراییلو، امریکا او عربي هېوادونو پر ضد شعارونه ورکول.
دوی د غزې په تړانګه بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې یو نه بښونکی جنایت وباله.
لاریون کوونکو د نړیوالې ټولنې وغوښتل څو اسراییل د ولسي وګړو د وژنې په تور محاکمه کړي.
دوی پای کې د اسراییلو بیرغ او د اسراییلو د لومړي وزیر نېتن یاهو کارتون وسوځول.
لاریون په سولییزه توګه د یوه پریکړه لیک په لوستلو سره چې د اسلامي هېوادونو څخه په کې غوښتل شوي وه چې د فلسطین خلکو سره نظامي او بشري مرستې وکړي، پای ته ورسېد.
اسراییلو له تېرو ۵ ورځو راهیسې د غزې په تړانګه بریدونه پیل کړي چې تر دې دمهاله په کې تر ۱۵۰ زیات کسان شهیدان شوي او ۱۲۰۰ کسان په کې ټپيان شويدي.