شعـــــرونه

مينه زده کړه له يو چانه/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

مينه زده کړه له يوچانه
هغه  څنـګه مينيږي

هغه څومره ښائسته وي
هغه څرنګه مسکیږي

نه يې ناز نه يې اداء وي
نه د سرو شونډو مسکا وي
نه يې دا دومره ښکلا وي
د اغزو غيږ کې ويده وي

د تيارو غيږ کې ويده وي
د پردو غيږ کې ويده وي
ځان څرګنـده کړي نازکه
وي د ځان په خيال کې ورکه

هم له ځانه نادرکه
رو په رو راښکاره کيږي
رو په رو پسي غټيږي
دهرچا ډيره خوښيږي

ښه په څنګ پلو کړي پورته
په څو رنګ پلو کړي پورته
رنګ په رنګ پلو کړي  پورته

له خندا نه تکه شنه شي
په خپل حسن کي نشه شي
د نازونو  ميلمنه شي

هم له مانه زړګی يو سي
هم له تانه زړګی يوسي
له هرچانه زړګی يو سي

د بلبل په ژبـه ناز کړي
بلبل هم ورباندي ناز کړي
په څورنګه ورته ساز کړي

تراني د ميني وايې
څه نغمې د ميني وايې
فلسفې د ميني وايې

مينان باندي راټول شي
ډير ياران باندي راټول شي
سم ځوانان باندي راټول شي

يوه نازکه فرشته وي
ورته ناست ټول په سينه وي
پري اخته وي تماشه وي

مجنونان باندي راټول شي
رقيبان باندي راټول شي
غمازان باندي راټول شي
مخ ګونجی کړي اوغوصه شي
مروره شي خپه شي
زموږ له چمه یې توبه شي

د اجل څپې پري راشي
د خجل څپي پري راشي
پل پو پل څپي پري راشي
دا دنيا داسي تيريږي
نن په ماداسي تيريږي
بيا په تا داسي تيريږي

له همدي نه عبرت واخله
هم له دې نه صفت واخله
بس له دينه نفرت واخله
که محمد مهاجر دی
که په لر و که په بر دی
بس دا ستا دزړګي سر دی

که پري پوه شوي لابه ښه وي
که پوه نشوي خزانيـږي
هغه څومره ښائسته وي
هغه څرنګه مُـسکیږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x