افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور «سلیقوي» بللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ملکي ادارې(یوناما) لخوا د ملکي تلفاتو په اړه خپور شوی راپور «سلیقوي» بللی او یاده اداره یې له بشري موضوع څخه په سیاسي استفادې تورنه کړې ده.

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما لخوا په خپاره شوي راپور کې طالبانو ته د ۴۵ سلنه ملکي تلفاتو او کابل حکومت ته ۲۲ سلنه او بهرنیو ځواکونو ته ایله یو سلنه منسوبولو ترڅنګ داعش او یو شمېر نور جهتونه هم ګرم بلل شوي دي.

طالبانو په یوناما نیوکه کړې، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اصلي عاملینو«بهرنيو ځواکونو» او د کابل حکومت «عسکرو» ته برائت ورکول دا څرګندوي چې یوناما د ملکي تلفاتو راپور کې «سلیقوي» چلند کوي.

د طالبانو لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې داسې راغلي: «په راپور کې یادونه شوې چې په تیر یوه کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۴۵٪ سلنه د اسلامي امارت پورې اړه لري، ایله ۲۲٪ سلنه يې د کابل ادارې عسکرو ته راجع شوې او بهرني ځواکونه چې په هیواد کې د ګڼو ملکي تلفاتو عاملان وو بالکل بري اعلان شوي دي.»

طالبانو ویلي، که څه هم د یوناما راپور له خپرېدو وړاندې دوی سره شریک شوی؛ خو هغه جزئیات او نیوکې چې ددوی لخوا یادې ادارې سره شریکې شوي، په خپاره شوي راپور کې نه دي مراعات شوي، بلکې د طالبانو په خبره دغه راپور یوازې د کابل ادارې د معلوماتو په اساس او «یو اړخیز» ډول چمتو شوی دی.

د ملکي تلفاتو د پېښو د مخنیوي په خاطر طالبانو د ځانګړي کمیسیون له تشکیل او په دغو پېښو کې د ککړو کسانو محاکمه کول طالبان له خپل لوري د ملکي تلفاتو د مخینوي په وړاندې ښکاره «ثبوت» بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کلیو او ښارونو کې د دولتي عسکرو د توپچي او هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x