افغانستان

د لوګر مرکز کې ۹ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت مرکز پل علم ته څېرمه طالبانو سره نښته کې ۹ تنه سیمه ییز پولیس(اربکیان) وژل شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د مرکز پل علم اړوند «حصارک» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) پر یوې پوستې برید وکړ او نښته رامنځته شوه.

سیمه ییز چارواکي په دغه نښته کې د ۹ سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) د وژلو او یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو هم دغه پېښه تایید کړې او زیاتوي چې په یاده پوسته یې ځکه برید کړی، چې له دغه ځایه به د خلکو پر کورونو هاوانونه ویشتل کېدل او خلک به یې ځورول.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې خبرداری ورکړی، چې ټولې هغه دولتي پوستې او مرکزونه به د بریدونو هدف وګرځوي، له کوم ځایه چې د خلکو په کورونو توپونه او هاوانونه ویشتل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ولسي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو د «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو پېښې زیاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x