شعـــــرونه

حسد او کينه/ عبدالسلام ضعیف

عبدالسلام ضعیف

حسد بده ناروغي ده، د انسان
کله کله له مؤمن نه وړي ايمان

همېشه يې زړۀ د بدو ملکرو ډک وي
زړۀ يې تنګ وي په ژوندون کې جاوېدان

د بل ګټه يې پر زړه لکه لړم خوري
خوشحاليږي د تربرونو په خسران

په غيبت کې هم لتاړ د خپل پردي وي
په‌ ښکنځلو کې هم نه کوي نقصان

خوشحالي د مؤمن اور دی هغه سوځي
غوښه اخلي د پرديو په تاوان

يا نميم او چغلګر ځينې جوړيږي
همېشه به وي بې ګټې سرګردان

معترض به د تقدير پر فيصلو وي
ړوند او کوڼ به وي په شاړه لار روان

قناعت به د الله په ورکړه نه کړي
ټوله وخت به يې ضايع وي په بطلان

هره ورځ به لالهانده او ځوريږي
بېله اوره به سوځيږي هر زمان

د زړه راز به چاته نه وايې هيڅکله
په هر چا به کړي د ځان غوندې ګمان

ګټه نه لري نقصان يې په څو چنده
خو پوهيږي نه چې څه وکړي په ځان

رب دې هر مؤمن له دې ناروغۍ ساتي
چې نقيض وي د سنت او د قرآن

د ضعيف زړه دې الله په مينه ډک کړي
چې مايوسه او ناهيلی شي شيطان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x