ټولنیزه برخه

په انټرنيټ دعوت (لومړۍ برخه)

لیکنه: عبدالرحمن (کافي)

لکه څنګه چې دعوت په مختلفو وسائلو ترسره کيږي او ځينې وسائل یې زيات فائده مند وي ، يو له دغو وسائلو څخه انټرنيټ هم ده ، په اوسني وخت کې د زيات اهميت له امله مې زړه وغوښتل چې په ډير لنډ ډول د دې يادونه وکړم.

انټرنيټ نن صبا د ټولو کارونو لپاره هغه عامه وسيله ده چې په ټوله نړۍ کې هيڅوک هم ترې مستغني نه دي او څومره چټکتيا او سهولتونه چې انټرنيټ په اوسني عصر کې نړۍ ته راوړي په بله وسيله کې به نه وي ، د نورو کارونو په څېر دعوت هم په انټرنيټ باندې په ډېره اسانۍ ، هروخت او هرچاته رسيدلی شي نو اسلامي دعوت کونکو ته لازمه ده چې په انټرنيټ خپلې دعوتي دندې ته په پوره توجه او منظم شکل دوام ورکړي ، که څه هم د حق ډيری مبارزين په انټرنيټ خپله مبارزه کوي خو لکه څومره چې مناسبه ده او څومره مهمه ده په هغه اندازه هيڅ کار نه ده شوی.

ګټې یې:

۱ـ دعوت نړيوال کول:
د انټرنيټ په مټ داعي کولای شي چې د نړۍ هر کونج او کنار ته په هروخت کې، پرته له کومې ستونزې څخه په اسانۍ خپل دعوت ورسولای شي.

۲ـ لږ مصرف او ډير کار:
د انټرنيټ په ذريعه داعي کولای شي چې په ډير لږ مصرف زيات کار سرته ورسوي ، کوم ځای او چاته يې چې زړه وغواړي پرته له اضافي مصرف څخه خپله دعوتي موخه رسولای شي.

۳ـ د بيان ازادي:
د بيان د ازادۍ له نړيوال شعار لاندې په داعي باندې تر يو حده کوم محدوديت نشته نو ځکه داعي کولای شي چې په انټرنيټ باندې له همدې شعار څخه په استفاده خپله خبره ښه په واضحه توګه پرته له کوم خوف او ډار څخه هرځای او هرچاته ورسوي.

۴ـ څو اړخيزه اړيکه:
د انټرنيټ په مټ داعي کولای شي چې څو اړخيزه اړيکه وساتي ، د مختلفو ځايونو له مختلفو خلکو سره کولای شي په يوه وخت کې ښې تودې اړيکې وساتي.

۵ـ د معلوماتو ذخيره او حفظ:
انټرنيټ د معلوماتو د ذخيره کولو ترټولو لويه ذخيره کیدلای شي ، داعي کولای شي چې څومره يې زړه وغواړي هومره معلومات د انټرنيټ په وسيله راټول او بيا يې همدلته په نيټ کې ذخيره او حفظ کړي.

۶- وړوکې وسيله او غټ کتابتون:
انټرنيټ دا اسانتيا هم مونږ ته راکوي چې په وړوکې وسيله د ځان لپاره غټ کتابتون ولرو ، مثلاً کولای شو چي فقط يو عادي مناسب مبايل ولرو او له نيټ سره يې د وصلولو په ذريعه يو خورا لوی کتابتون بلکه کتابتونونه وګورو او خپل د اړتيا وړ معلومات ترې ترلاسه کړو.

۷¬ـ د دلائلو د لټون اسانتيا او ډيروالی يې:
دا اسانتيا هم مونږ د انټرنيټ په وسيله ترلاسه کولای شو چې د يوې موضوع لپاره زيات شمېر دلائل ولټوو او هر راز دلائل پرته له کوم سفر او ستونزې څخه ترلاسه کړو.

۸ـ پراخه وخت:
انټرنيټ ته په لاسرسي سره کولای شو د دعوت لپاره پراخ وخت ولرو ، يعنې کله مو چې زړه وغواړي خپل دعوت ته ادامه ورکولای شو ، د وخت له محدوديت سره نه مخ کېږو .

۹ـ د غلطۍ اصلاح:
په انټرنيټ د خپلو خپاره کړيو توکيو غلطي په اسانۍ سره اصلاح کولای شو ، ځکه هرڅه بيرته په لاس کې لرو.

۱۰ـ د پېژندګلوۍ اسانه لاره او وسيله:
انټرنيټ له هرچا سره د پيژندګلوۍ ښه اسانه لاره او وسيله ده ، چې نه سفر غواړي او نه له چا سره د مخ کېدلو کومه ستونزه او انتظار.

۱۱ـ وړه وسيله او ډير استفاده کونکي:
لکه مخکې مو چې وويل انټرنيټ وړه وسيله ده خو هر اړخيزه ، ډيره استفاده او ډير کسان په يوه وخت کې ترې استفاده کولای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x