نړۍ

ايران: د لاريونوالو او پوليسو تر منځ نښته کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ کب، ۱۳۹۹ل): د ایران په سيستان بلوچستان ولایت کې پارېدلو لاريونوالو د پوليسو مرکز مخته احتجاج پيل کړی و او پوليسو پرې ډزې کړي، چې له امله يې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

رپوټونه وايي، تېره ورځ د سيستان بلوچستان ولایت په سروان سيمه کې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د تېلو پر لېږدوونکو او موټر چلوونکو ډزې کړې وې او د سيمې خلکو د دغو ډزو په غبرګون کې لاريون وکړ، چې له پوليسو سره يې اخ و ډب رامنځته شو.

په ټولنیزو رسنيو کې هغه انځورونه او ويډيوګانې هم خپرې شوي، چې پارېدلي لاريونوال پر امنيه قومندانۍ چپاو ور وړي، خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

د سيستان بلوچستان ولايت کې بلوڅ فعالانو پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی او اندېښنه يې ښوولې، چې ښايي د پېښې د قربانيانو شمېر نور هم لوړ شي.

بلوڅ فعالان وايي، تېره ورځ، چې پوليسو د تېلو پر لېږدوونکو او موټر چلوونکو ډزې وکړې، د پېښې د قربانيانو د کورنيو غړو او نورو کسانو د اعتراض په توګه د امنيه قومندانۍ مخته احتجاج پیل کړ، چې د پوليسو له لوري پرې ډزې وشوې او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

د پېښې رښتيني وضعيت ته لاس رسی ستونزمن دی، حکومت په سيمه کې د انټرنيټ او مخابراتي شبکو خدمتونه ځنډولي او ويل کيږي، چې په سيمه کې وضعيت ترينګلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx