لیکنېنظــر

افغانستان؛ برخليک په کوم لوري؟

سيد الرحمن سالار

په هېواد کې له روان وضعيت څخه داسې ښکاري چې  موږ په عين وخت کې هم  د تېرو څلورو لسيزو په تر ټولو نازک او خطرناک پړاو کې  يو او هم د سولې لپاره ښه فرصتونه لرو، په دې معنا چې که مو مشرانو په احتياط او د هېواد د لويو ګټو په رڼا کې ګام پورته کړ، د سولې روانې هلې ځلې به نتيجه ورکړي او د وينو بهيدو مخنيوی به وشي او که يې وړه تېروتنه وکړه، نو د کړنګ له سره به داسې ولوېږو چې ښايي بيا د تل لپاره سر راپورته نه کړای شو او يا به دا کار څو پېړۍ قربانۍ او مبارزې ته اړتيا ولري او د ميليونونو هېوادوالو د ژوند په بيه به تمام شي.

ولې فرصتونه؟
د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان جګړې ختمولو په اړه د قطر په دوحه کې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د استازو په شتون کې د توافقنامې لاسليکېدل، د زرګونه افغان بنديانو آزادېدل، د افغان دولت او طالب مرکچيانو مخامخ خبرو پيلېدل او پر ځينو مسايلو هوکړه هغه څه دي چې په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی، ظاهرا هم په کور دننه او هم په نړيواله کچه د افغان سولې لپاره د تائيد شعارونه پورته شول، نو ځکه  تمه دا وه او شته چې  د افغانانو لپاره د دوه څلوېښت کلنې غميزې د پای ته رسولو ښه فرصت رامنځته شوی.

نا معلوم برخليک
د دوحې له تړون وروسته او د بين الافغاني خبرو له پيلېدو سره داسې اټکل کېدو چې دواړه لوري به په لنډ وخت کې يوې مثبتې نتيجې ته ورسېږي او نور به په هېواد کې د جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.

خو په امريکا کې د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره واشنګټن اعلان وکړ چې له طالبانو سره شوې هوکړه به بيا کتنه کوي او دې کار  پر بين الافغاني خبرو اغيزه وکړه.

امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخې جوبايډن ته يې نظامي سلاکارانو درې انتخابونه وړاندې کړي، يو انتخاب دادی چې له توافق سره سم ټول پوځيان په ټاکلې نېټه وباسي، بل انتخاب دادی چې له طالبانو سره دې د خبرو له لارې د محدود وخت لپاره د پوځيانو د وتلو نېټه وځنډول شي او درېيم انتخاب د نامحدود وخت لپاره په افغانستان کې د پوځيانو شتون، خو لا معلومه نه ده چې بايډن به کوم  انتخاب غوره کړي.

څو ورځې  وړاندې د ناټو ددفاع وزيرانو غونډه هم له کومې نتيجې پرته پای ته ورسېده او تحليلګران په دې باور دي چې ناټو د امريکا پرېکړې ته په تمه ده.

د امريکا نوی حکومت؛ د طالبانو او افغان دولت تمې

د جوبايډن په ولسمشر کېدو سره،  طالبانو او هم افغان دولت واشنګټن ته خپل غږ او غوښتنې په ډاګه کړې.

ځینو لوړ پوړو افغان چارواکو هم د رسنيو له لارې او هم له امريکايي چارواکو سره د اړيکو له لارې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې په اړه خپله نارضايتي په ډاګه کړې او له امريکا يې وغوښتل چې په دې تړون دې له سره غور وکړي.

افغان چارواکو له امريکا او ناټو غوښتي چې په افغانستان کې دې خپل پوځي حضور وساتي.

د طالبانو سياسي دفتر مشر د امريکا ملت ته په يوه پرانيستي ليک کې ويلي چې امريکا بايد د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ياد تړون سره سم دې پر ټاکلې نېټه ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو وياندويانو هم رسنيو ته ويلي چې که بهرني عسکر د دوحې تړون له مخې په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه ونه وځي، دوی به يې پروړاندې بريدونه له سره پيل کړي.

له بلې خوا که څه هم  دواړو لوريو له اوږده ځنډ وروسته د فبرورۍ په ۲۲مه په دوحه کې  ناسته وکړه، خو لا هم  بين الافغاني خبرې له يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي.

داسې ښکاري چې طالبان د دوحې تړون په اړه د امريکا د نوي حکومت رسمي دريځ ته په تمه دي او تر هغې به رغنده خبرې ونه شي.

له بلې خوا د هرې ورځې په تېرېدو سره د سيمې او سيمې هاخوا مطرح هېوادونه د افغانستان د سولې په اړه خپل نوي نوي نظرونه وړاندې کوي او دې ته په پام سره د افغان سولې په اړه اجماع هم حقيقي نه ښکاري.

دا ويره شته چې که د دوحې تړون لغوه او يا د ياد تړون له عملي کېدو د  مخنيوي لپاره پلمې او نوي شرايط  وړاندې شي، نو خدای مه کړه په هېواد کې به روانه جګړه ډېره زوروره شي، ځکه تجربو ښودلې چې کله هم د سولې خبرې ناکامې شوې، نو جګړه سخته شوې او اوس هم په داسې حال کې چې د سيمې هېوادونو هم په يو ډول افغانستان ته لاسونه را اوږده کړي، همدا اټکل کېږي چې هم طالبان او هم امريکايان او افغان حکومت به د دوحې تړون له لغوه کېدو وروسته د خپل زور ازموينې لپاره نهايي هڅه وکړي چې په پايله کې به په هېواد کې د وينو سيلابونه لا څپانده شي.

د افغانستان په اړه د ځينو ګاونډيو، سيمه ييزو او سيمې ور هاخوا هېوادونو له خوا د نويو دريځونو خپلولو، په کور دننه په ګڼ شمېر سيمو کې خونړۍ جګړې او د زرګونو کورنيو بېځايه کېدل او په ځينو سيمو کې د قومي ملېشو سر را پورته کېدو، هدفي  وژنو په ځانګړې توګه ديني عالمانو، فعالانو او متنفذينو په نښه کولو، بمي چاودنو او ړندو هوايي بريدونو چې قربانيان يې تر ډېره ولسي خلک، په تېره بيا ښځې او ماشومان دي، له ولس سره اندېښنې پيدا کړې او دا يو تياره راتلونکی منعکسوي، يو داسې تياره راتلونکی چې نه به ښار امن وي او نه کلی.

متاسفانه د افغانانو يو بد عادت دا هم دی چې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره د هرچا د مرستې له شرط پرته هرکلی کوي، پرته له دې چې ددې مرستو د زيان او ګټې په اړه فکر وکړي.

مارشال دوستم څه موده وړاندې له آريانا ټلويزيون سره په مرکه کې وويل چې ترکيې له خوا ورته ويل شوي چې د افغان ولسمشر د موافقې په صورت کې دوی حاضر دي چې که له افغانستان څخه د ناټو او امريکا پوځيان ووځي، دوی يې ځای ډک کړي.

دوستم دغه راز وويل چې هند هم دده په غوښتنه له پوځ سره د څو چورلکو مرسته وکړه.

دلته اندېښنه داده چې د سيمې هر هېواد نور سيالان هم لري او داسې مرستې به حتما د نورو هېوادونو حساسيتونه را وپاروي او په نتيجه کې به يې افغانستان د يوې بلې خطرناکې سيالۍ ميدان شي.

موږ په نږدې تېر تاريخ کې وليدل چې روسانو هم د پوځي مرستې په نوم زموږ په هېواد يرغل وکړ چې تر ننه يې هېواد په بل شوي اور کې سوځي.

د ګاونډيانو او غير ګاونډيانو په شمول هېڅ هېواد هم زموږ په غم کې نه دی، يو هم ترې مستثنا نه دی، ټول خپلې ګټې لټوي، ځينو يې زموږ طبيعي زېرمو، اوبو او سټراتيژيک موقعيت او آن خاورې لاندې کولو ته سترګې پټې کړې او ځينې بيا د ځينو نورو سره د سيالۍ او د خپلو سيالو هېوادونو د نفوذ د مخنيوي لپاره دلته د زور ازموينې ميدان ته راوړاندې شوي او يا را وړاندې کېږي او نيابتي جګړه کوي.

نو په داسې شرايطو کې د هند، يا ترکيې او يا کوم بل هېواد پوځيان نه يوازې د افغانانو ستونزه نه شي حلولای، بلکې د يوه نوي جنجال د رامنځ ته کېدو خطر له ځان سره لري.

دې ټولو ته په پام سره ويلای شو چې د افغانستان ستونزه يوازې د افغانانو حقيقي  اخلاص او ګذشت سره حل کېدای شي، بايد له شته فرصت څخه په سمه توګه استفاده وشي، په ځانګړې توګه ښکيلو لوريو مشرانو ته په کار ده چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصت څخه کار واخلي، نرمښت وښيي، هم د خدای تعالی له مسووليته او هم د افغانانو او تاريخ له مسووليته ځان خلاص  کړي او د افغانستان روانه غميزه دې له معقولې لارې حل کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

سالارهم لکه دکفارودمدیاغړۍ داسی څه لیکی دغه پورته شهیدشوی ماشمان امریکااومتحدین نه وینی اوکه یی سالارنه وینی دوی هغه ظالم کافران دی چه پردی ماشومانویی زړه نسوځی اونه سالاردافکرکوی چه یوناماولی داظلمونه نه افشاه کوی سالاروایی بایداحطیاط وسی تردی زیات احطیاط امکان نلری آیاکفاردافغانستان دټرانسپورتوبده ورځ نه وینی داچه ددوحی معاهده وسوه دایوغټه تیروتنه ده که دوی جهادجاری ساتلۍ وای اوکفاروته یی ویلی وای چه خپل غلامان به له قدرته لیری کوۍ زموږملک دۍ موخپل دملت په خوښه اسلامی حکومت جوړوودوی به حطمی قبول کړۍ وای دوی په رضایت داټرون ندۍ امضاء کړۍ دوی زموږ دځوانانو په قربانیواوشهادتوامضاء کړۍ دۍ… نور لوستل »

عبدالروف

اسلامې امارت د امریکا او ناټو پوځې ماشین ئې له کاره واچوو. د هند او ترکې پوځیان خو په هیڅ کې وشمیره . اسلامې امارت د خپل له اړخه ډیر نرمښت ښودلی او هغه دا چې له داسی اړخ سره په خبرو ناست دې چې باید ناست نه وای . او بیا که چیری یرغلګر هغه تړون ماته وې چې د سوټې په زور په دوي منل شوی او خپله دوي امضا کړی ٗ نو دا به دوي ته ډیر دروند تمام شې . داسی یو جګړي سره به مخ شې چې شل کلن جګړه ئې له یاده ولاړ شې.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x